د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بجټ په اړه سیاسي ګوندونه څه وايي؟


د پاکستان قومي اسمبلۍ
د پاکستان قومي اسمبلۍ

د خزانې وزیر اسحاق ډار وویل چې حکومت تر ۱۰۰۰ اربه زیاتې پیسې د پرمختیتايي کارونو لپاره بېلې کړې دي.

اسلام اباد: د پاکستان د خزانې وفاقي وزير سنېټر اسحاق ډار د جمعې په مازیګر د مالي کال ۱۸-۲۰۱۷ وفاقي بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړ.

د پاکستان سیاسي ګوندونو د ياد بجټ په اړه بېلا بېل نظرونه وړاندې کړي دي.

د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ د قامي اسمبلۍ غړې بشرې ګوهر وايي چې حکومت د تسلۍ وړ بجټ پېښ نکړاې شو.

دا وايي ، په دې بجټ کې حکمران ګوند د غريب ولس د خېر ښېګړې پرځايې د راتلونکي ټول ټاکنو لړ کې د ځان لپاره زيات رقم اېښی دی.

د پاکستان تحريګ انصاف پارلماني استازی جنېد اکبر وايي چې په بجټ کې د غېر ضروري منصوبو لپاره پېسې بېلې شوي خو چې کومې د ولس د ګټې پروژې دي نو هغه له پامه غورځول شوې دي.

جنېد اکبر وايي ، د خېبرپښتونخوا حکومت تر بجټ وړاندې دولس (۱۲) پروژې وفاقي حکومت ته ورکړې وې چې د بجټ برخه دې وګرځول شي خو افسوس چې حکومت يوه هم په بجټ کې شامله نکړه.

د پاکستان پپلز ګوند پخوانی د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر فېصل کريم کنډی وايي ، ګوند يې دا بجټ ردوي ځکه چې دا بجټ د غريب ولس لپاره نه بلکه د سرمایه دارو لپاره دی.

په قامي اسمبلۍ کې د مسلم ليګ ن اتحادي ګوند جميعت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې پارلماني استازي جمال الدين مشال راډیو ته وویل چې په بجټ کې د پوځ او چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژو لپاره زيات رقم اېښودل شوی دی.

هغه وویل ، د قبايلي سيمو لپاره يې صرف شپږويشت (۲۶) اربه روپۍ بيلې کړې دي کوم چې د فاټا له ولس سره زياتی دی.

د خزانې وزیر اسحاق ډار وویل چې حکومت تر ۱۰۰۰ اربه زیاتې پیسې د پرمختیتايي کارونو لپاره بېلې کړې دي.

XS
SM
MD
LG