د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو پر بيل بله غونډه کيږي


د قامي اسمبلۍ د سيفران قايمه کمېټۍ په غونډه کې په رواج بل ۲۰۱۷ باندې د کمېټۍ غړو اتفاق نه کېدو له وجې راتلونکی بحث د نامعلوم وخت لپاره وځنډول شو.

له باجوړ اېجنسۍ څخه منتخب د مسلم ليګ ن پارلماني استازي شهاب الدين مشال راډيو ته وويل چې د نهې (سه شنبې) پر ورځ د يادې کمېټۍ غونډه د چېرمېن جمال الدين په مشرۍ کې وشوه چې پکې د قبايلي سيمې د يو استازي په حېث دوی دغه بل رد کړ ځکه چې په ايف سي آر او رواج بل کې دوی ته زيات فرق نه ښکاري.

د نوموړي په وينا ورته ويل شوي چې د قامي اسمبلۍ سپيکر سره تر مشورې وروسته به بله غونډه رابلي. خو د سيفران د قايمه کمېټۍ مشر جمال الدين وايي چې د رواج بل متن يې د کمېټۍ غړو له ورکړی چې په راتلونکې غونډه کې دې خپلې سپارښتنې له ځانه سره راوړي او کو بدلونونه چې دوی پکې غواړي، هغه به پکې شامل کړل شي.

فاټا اصلاحات: آيا رواج ايکټ د ستونزو حل دی؟

د تېر ګل (دوشنبې) په ورځ د سيفران وفاقي وزير عبد القادر بلوچ د فاټا اصلاحاتو آييني ترميمي بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړ چې پرې جمعيت علماء اسلام (ف) ډلې خپلې انديښني وښودلې او له هغې ورستو په ګډه سره فيصله وشوه چې په دغه بل به د سيفران په قايمه کمېټۍ کې بحث کيږي. دا هم وويل شول چې د قايمه کمېټې بحث وروسته به قانوني شکل ورکولو لپاره يو ځل بيا قامي اسمبلۍ ته وړاندې کيږي.

د يادونې ده چې د وزيراعظم نوازشريف بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ جوړې فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په خپل تفصيلي راپور کې د قبايلي سيمو په تدرېجي توګه په خېبر پښتونخوا کې د ګډولو او د ايف سي آر قانون پر ځای د رواج اېکټ نافذولو ترڅنګ يو شمېر نور انتظامي او اييني اصلاحاتو وړاندېزونه کړي وو چې د مارچ پر دويمه يې وفاقي کابينې منظوري ورکړې وه.​

XS
SM
MD
LG