د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوازشريف حکم او د پوځ ځواب ته د سياسي ګوندونو غبرګونونه


اسلام اباد - د پاکستان پوځ ويلي، د ډان ورځپاڼې په اړه د پلټنيز کميسون سپارښتونو په رڼا کې د (وزيراعظم)جاري شوی حکم ردوي. د پاکستان وزيراعظم د شنبې په ورځ د ډان ورځپاڼې د رپورټ په حقله د پلټنيز کميسون سپارښتنو منظورکړ او د بهرنيو چارو سلاکار طارق فاطمي يې له خپلې څوکۍ لري کړ.

خو ددې په ځواب کې د پاکستاني پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پی ار مشر مېجر جنرل اصف غفور پر ټويټر پاڼه و ليکل، دا اقدام د پلټنيز کميسون له سپارښتونو سره سم نه دی، نېمګړی دی او پوځ يې ردوي.

له دې را وروسته په پاکستان کې سياسي هلي ځلې تودې شوې دي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي حامدالحق د يکشنبې په ورځ مشال راډیو سره د خبرو پر مهال پر حکومت نيوکه وکړه چې د ډان ورځپانې د رپورټ په اړه يې سمې پلټنې و نه کړې چې له کبله يې پوځ غبرګون ښودلو ته اړ شو.

نوموړي زياته کړه چې حکومت او پوځ يو بل ته مخامخ شوي چې دا د هېواد او جمهوريت لپاره غوره خبر نه ده.

حکومت د ډان ورځپانې د رپورټ په اړه سمې پلټنې و نه کړا شوې چې له کبله يې پوځ غبرګون ښودلو ته اړ شو. حامدالحق

خو په قامي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ غړې بشری ګوهر مشال راډيو ته ويلي، پوځ د وزيراعظم لاندې کارکوي نو پکار نه وه چې پوځ د هغه له لورې خپره شوې حکم نامه يا نوټيفيکېشن رد کړی وای.

نوموړې غوښتنه وکړه چې بايد د دفاع وزير خواجه اصف په دې اړه پلټنې وکړي.

په سېنټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي عثمان خان په خپل غبرګون کې د نواز شريف اقدام له قانون سره سم و بللی.

د ده په وينا، د افسوس خبره دا ده چې واکمنې ادارې يو بل ته د ټولنيزو رسنيو د لارې حکمونه ورکوي.

پوځ د وزيراعظم لاندې کارکوي نو پکار نه وه چې د هغه له لورې خپره شوې حکم نامه ييې رد کړې وای. بشری ګوهر

د پاکستان انګرېزي ورځپاڼې ډان خبريال سېرل الميډا د ۲۰۱۶ م کال اکتوبر مياشت کې يو ځانګړۍ رپورټ خپور کړی وو چې پکې د سرچينو له قوله ويل شوي وو چې د نواز شريف په مشرۍ کې د امنيت په اړه غونډه کې ولسي حکومت پوځ ته ويلي وو چې پاکستان په نړيواله کچه د يوازيتوب پر لور روان دی او بايد دوی د وسله والو ډلو پرضد کاروايي وکړي.

خو د پاکستان وزيراعظم او پوځ دواړو دا رپورټ رد کړ او وروسته يې په دې اړه يو پلټنيز کميسون جوړ کړ چې تېره ورځ يې نوازشريف د سپارښتونو په رڼا کې ځينې اقدامات وکړل.

د افسوس خبره داده چې واکمنې ادارې يو بل ته د ټولنيزو رسنيو د لارې حکمونه ورکوي. عثمان کاکړ

وزيراعظم د شنبې په ورځ د بهرنيو چارو سلاکار طارق فاطمي له څوکۍ لري کولو ترڅنګ د ورځپاڼو مالکانو سازمان اې پی اېن اېس ته وويل چې د ورځپاڼو په اړه دې صحافتي ضابطه اخلاق جوړ کړي او د ډان خبريال سېرل الميډا او مدير ظفر عباس پرضد دې اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG