د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د وينود کنه ژوند ته کتنه


د هندي فلمونو وتلی اداکار وينود کنه په ۱۹۴۶م کال د اکتوبر په شپږمه نېټه په پېښور کې زيږېدلی وو.

د هند تر وېش وروسته د وينود کنه کورنۍ په ۱۹۴۷م کال کې له پيښوره د هند ممبۍ ښار ته کډه شوله او تر هغه وروسته بیا دوی په په ۱۹۵۷م کال کې ډیلې ښار ته کډه شول.

نوموړي په ډلې پبلیک سکول کې لومړنۍ زدکړي شورو کړي.

په ۱۹۶۰م کال کې وينود کنه بيا ممبي ته کډه شو او په کامرس کې يې ډګري ترلاسه کړه.

وينود کنه خپل فلمي سفرپه ۱۹۶۸ کال کې د سنيل دتله فلمه ((من کي ميت)) نه شورو کړو.

نوموړي په هغه موده کې په فلمونو کې د ولن او نور کردارونه کول. په هغو فلمونو کې پورب اور پسچيم، سچا جوټا، آن ميلو سجنا شامل ول.

په ۱۹۷۰م کال کې په فلم مستانه او په ۱۹۷۱م کال کې په فلم اعلان کې کار کړي وو.

وينود کنه د هندي سېنیما هغه ستوري وو، چې خپل سفر يې د ولن له کرداره شورو کړی وو او بيا د هيرو په توګه يې فلمونو کې کار کاوه.

وينود کنه په لومړي وار د هيرو په کردار کې په فلم ((هم تم اور وه)) کې په ۱۹۷۱م کال کې کار کړی وو.

وينود کنه په ۱۹۷۳م کال کې د ګلزار په فلم ((ميري اپني)) کې د پوځي افسر کردار کړي وو. تر دې وروسته په يو بل مشهور فلم ((اچانک)) چې ګلزار جوړ کړی وو، کردار ډېر زيات ستايل شوی وو.

وينود کنه د ۱۹۷۳م تر ۱۹۸۲م کال پورې په فلمونو کې د هيرو په توګه کار کړی وو، چې پکې ((فريبي))، هتياره، قيد، ظالم فلمونه شامل ول. د نوموړي فلم ګدر په ۱۹۷۳م کې زيات مشهور شوی وو. په دي موده کې وينود کنه په ۴۷ فلمونو کې کار کړي وو.

په دي کې وينود کنه وتلي اداکار امتياب بچن سره په فلونو هيرا پيري، خون پسينه، امر اکبر انتوني، ضمیر، پرورش او مقدر کا سکندر کې کار کړی وو.

وينود کنه ۱۹۸۲م کال نه ۱۹۸۶م کال پوري د فلمونو نړۍ پرښوده او د روحاني مشر اوشو شاګرد جوړ شو، او پنځه کاله یې فلمي صنعتلیرې وو.

نوموړي په ۱۹۸۷م کال کې په انصاف فلم کې کار بيا شورو کړو.

وينود کنه په رومانوي فلمونو جرم، چاندني کې کار کړي وو، خو پروډوسرانو نوموړي ته د اېکشن فلمونو کې کار کولو کردار ورکولو.

په ۹۰مه لسيزه کې وينود کنه په مشهور فلمونو مقدر کا بادشاه، سي آی ډي، جرم، لېکین، همشکل، خون کا قرض، هماليه پوتره او نورو مشهورو فلمونو کې کار کړي وو.

په ۱۹۹۷م کال کې وينود کنه خپل زوي اکشې کنه سره په هماليه پتره کې هم کار کړی وو.

وينود کنه ته په ۱۹۹۹م کال کې فلم فيېر لایف ټايم Achievement ايورډ ورکړل شوی وو. نوموړي له هغې مودي وروسته ډير لږ فلمونو کې کار کړي وو.

وينود کنه د سلمان خان مشهور فلم دبنګ کې کار کړي وو، چې ۲۰۱۰م کال کې نمائش لپاره وړاندي شوی وو.

د وينود کنه اخري فلم په ۲۰۱۵م کال شاه رخ خان سره وو، په فلم دل والی کې وينود د شاه رخ خان پلار وو.

وينود کنه په ۱۹۹۷م کال سياست هم شورو کړي وو، او په بهارتيا جنتا پارټي په تکټ يې په انتخاباتو کې برخه اخستې وه. وينود کنه په ۲۰۱۴م کال کې د پارليمان لوک سبها غړی منتخب شوی وو.

د هند وتلی اداکار وينود کنه د اپرېل په اووه ويشتمه د کېنسر ناورغۍ له کبله ومړ.

XS
SM
MD
LG