د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نهې ورځ پاکستان کې د سرشمېرنې دویم پړاو پیلېږي


د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د هېواد په بېلا بېلو برخو کې به د سرشمېرنې او کور شمېرنې دویم پړاو د اپرېل له ۲۵ مې نېټې پیلېږي.

د پاکستان شمارياتو ادارې مطبوعاتو مرستیال ډايرېکټر قاضي سعيد مشال راډيو ته وويل، د هېواد په پاتې اته اتيا (۸۸) ضلعو کې به د سرشمېرنې او کور-شمېرنې دا دویم پړاو تر مې ۲۵ مې نېټې سرته رسول کېږي.

د نوموړي وينا وه چې له پنځويشتم (۲۵) اپرېله تر څلورویشتم (۲۴) مۍ پورې به دوېم پړاو سرته ورسول شي او په ړومبيو څوارلس ورځو کې به په اول بلاک کې کور-شمېرنه او سرشمېرنه بشپړه شي او د دوو ورځو له دمې ورستو به په پاتې څوارلس ورځو کې په دويم بلاک کې کور-شمېرنه او سرشمېرنه بشپړېږي.

د قاضي سعيد په وينا چې په ړومبي پړاو کې د څلورو واړو صوبو، قبايلي سيمو، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې په دري شپېتو (۶۳) ضلعو کې د سرشمېرنې او کور-شمېرنې عمل د اپرېل په پنځلسمه نېټه سرته رسېدلی دی.

نوموړی زياتوي چې د شمېرنې عمل مکملېدو ورستو تر پنځويشتم (۲۵) جولايي پورې به نتيجې مخې ته راوړل شي چې د ملک ټوله ابادي څومره ده او پکې د نارينه و، ښځو، او نرښځيانو شمېره څومره ده.

د ذکر ده چې د پاکستان اطلاعاتو او نشرياتو مملکت وزیرې مريم اورنګزېب تيره میاشت ویلي ول چې د سرشمېرنې او کور-شمېرنې په ټوله پروسه به اتلس اربه پنځوس کروړه روپۍ لګښت راځي او قريبا يو لاکه نولس زره روزلي سرکاري ملازمين او د پاکستان پوځ دوه لاکه امنيتي سرتېري پکې برخه اخلي.

ياده دې وي چې په پاکستان کې په آخري ځل سرشمېرنه او کور -شمېرنه په کال ١٩٩٨ کې شوي وه او د هغه وخت په سرشمېرنه کې د ملک آبادې د ١٣ کروړه ٥٠ لکو نه زياته ښودل شوې وه.

XS
SM
MD
LG