د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال:له پاکستانه افغانستان ته د لاريو کرايې زياتې شوې


افغان کډوال عبدالرشيد وايي، په ۲۰۱۶ م کال کې له پېښوره تر ننګرهار، کونړه او لغمانه پورې لارۍ چلونکيو له ۲۵ تر ۵۰ زره روپۍ کرايه اخستله خو اوس ورڅخه له ۵۰ تر ۸۰ زره روپیو پورې غواړي.

له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال وايي، لارۍ چلونکې ورڅخه د ۲۰۱۶ مېلادي کال په پرتله زياته کرايه غواړي.

پېښور مېشت کډال عبدالرشيد مشال راډیو ته ويلي، په ۲۰۱۶ م کال کې له پېښوره تر ننګرهار، کونړه او لغمانه پورې لارۍ چلونکيو له ۲۵ تر ۵۰ زره روپۍ کرايه اخستله خو سږ کال ورڅخه له ۵۰ تر ۸۰ زره روپیو پورې غواړي.

نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې زياته کرايه ورڅخه غوښتل کېږي چې نه خو د تېلو بيه لوړي شوي او نه هم لارې خرابې دي.

په ميانوالي کې د مېشتو کډوالو مشر قدا خان ځدراڼ بيا وايي، له کله چې د پاکستان حکومت د کورمې، شمالي او جنوبي وزيرستان لارې تړلې له هغه راهيسې ډرايوران د پکتيکا، خوست، ګردېز، غزني او پکتيا پورې له دوه نيمو تر دريو لکو روپيو پورې کرايه غواړي.

نوموړي زياته کړه چې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار مالي کومک کم کړی نو ځکه دوی د دومره کرايې ورکولو توان نه لري.

له کله چې پاکستان د کورمې، شمالي او جنوبي وزيرستان لارې تړلې له هغه راهيسې ډرايوران د پکتيکا، خوست، ګردېز، غزني او پکتيا پورې له دوه نيمو تر دريو لکو روپيو پورې کرايه غواړي. قدا خان ځدراڼ

دی غوښتنه کوي چې يا خو دې يو اېن اېچ سي ار کومک زيات کړي يا دې افغان حکومت ورسره مالي مرسته وکړي.

په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ د کډوالو چارو مشر عبدالحميد مشال راډیو ته ويلي چې د کرايو د زياتولې بيلا بېلې وجې دي خو پکې مهمه پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني چارواکيو له خوا له ډرايورانو د پاسپورټ او ويزو غوښتنه ده.

نوموړی وايي، که پاکستان ډرايورانو ته په اسنادو کې اسانتيا ورکړي نو ښايي کرايې راکمې شي.

له افغان کډوالو سره د مالي مرستو د کمښت په اړه چې کله په اسلام اباد د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې وياندې دنيا اسلم خان سره تماس و نيول شو نو هغې وويل، د ادارې بوديجه کمه ده نو ځکه له کډوالو سره تر ۲۰۰ امريکايي ډالرو زياته مرسته نشي کېدلای.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، پروسږ کال درې لاکه اويا زره راجسټر شوي افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي وو.
د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، پروسږ کال درې لاکه اويا زره راجسټر شوي افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي وو.

په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې يو اېن اېچ سي ار د کورنۍ پر سر ۴۰۰ ډالر ورکول.

له پاکستان په خوښه د کډوالو ستنېدو لړۍ د څلورو مياشتو ځنډ وروسته د اپريل پر دريمه نېټه بيا پیل شوه.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، پروسږ کال درې لاکه اويا زره راجسټر شوي افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي وو.

د پاکستان حکومت راجسټر شويو کډوالو ته د سږ کال (۲۰۱۷) نومبره د پاته کېدو اجازه ورکړې ده.

يو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې اوسمهال ۱۳ لاکه راجسټر شوي او شپږ لاکه نا راجسټر شوي کډوال مېشت دي.

XS
SM
MD
LG