د لاسرسي ځای

تازه خبر

'رسنۍ دې کابل- اسلام اباد یو بل ته نېږدې کړي'


په کابل کې د ميوند تلويزون خبریال اسراييل ناصري
په کابل کې د ميوند تلويزون خبریال اسراييل ناصري

له افغانستانه و پاکستان ته ورغلي ژورنالستان وايي چې دواړو ملکونو له پکار ده چې خپلمينځۍ شخړې دې خبرو اترو له لارې هوارې کړي او د پاکستان او افغانستان مطبوعاتو له هم پکار دي چې اړيکې ښه کولو کې د خپلې برخې کردار ولوبوي.

په کابل کې د پاکستان سفارتخانې په بلنه د افغانستان د ژورنالستانو يو څوارلس (۱۴) کسيزه پلاوې چې د ګل ورځې راهسې د اسلام اباد په سفر دې مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې دواړو ملکونو له خپل مېنځي اختلافات خبرو اترو د لارې ختمول پکار دي او کابل او اسلام اباد دې سېمې د امنيت لپاره په ګډه سره ګامونه پورته کړي.

د ژورنالستانو په وينا چې د دواړو ملکونو ولسونو او مدني ټولنو غړو له هم پکار دي چې له يو بل سره خپلې رابطې زياتې کړي چې ورسره دا تاؤ تريخوالې راکم شي.

په کابل کې د پاکستان سفارتخانې يو چارواکې اختر منير د ژورنالستانو د اسلام اباد سفر پحقله وايي چې مطبوعات د دواړو ملکونو ترمينځه اړيکې ښې کولو کې کردار لوبولې شي او غواړي چې د افغانستان ولس د پاکستان پحقله چې کوم منفي تاثر لري هغه راکم کړي.

د نوموړي په وينا چې راغلي ژورنالستانو د پاکستان د ځنې وزيرانو، د وزيراعظم سلاکارانو او د پارلېمان غړو سره ملاقاتونه وکړل او په مختلفو موضوعاتو يې ورسره خبرې وکړې نو هيله لري چې کله دا ژورنالستان واپس خپل ملک ته ولاړ شي نو يو ښه پيغام به ويسي او غلط فهميانې لرې کولو کې به خپل کردار ولوبوي.

خبریال میر اقا پوپل
خبریال میر اقا پوپل

په پلاوي کې راغلې د طلوع تلويزون يو خبريال مير اقا پوپل وايي چې افغانستان کې کله هم څه بده پيښه رامخې ته شي نو خلک ګڼي چې شاته يې د پاکستان لاس دې نو هم دا وجه ده چې په کابل کې د پاکستان سفارت ځنې پروګرامونه شورو کړي او غواړي چې خلکو او خصوصا د رسنيو سره خپلې اړيکې ښې کړي ځکه چې دوي داسې فکر کوي چې د افغانستان رسنۍ د پاکستان ښه عکس نه وړاندې کوي.

خو په کابل کې د ميوند تلويزون اسراييل ناصري وايي که د دواړو ملکونو رسنۍ په اخلاص سره خپل کار وکړي او د يو بل پرضد منفي راپورونه خپرولو نه ډډه وکړي نو د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمينځه زړه بداوي ختمېدلی شي.

د ذکر ده چې د افغانستان د پارلمان د مدني ټولنې او د خبريالانو يو پلاوې تيره اونۍ هم اسلام اباد ته راغلې و چې مقصد يې د دوانړو ملکونو ترمينځه تعلقات ښه کول او د ولسونو ترمينځه رابطې زياتول وو.

XS
SM
MD
LG