د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلو سياسي اتحاد: د محمود خان اڅکزي جرګې ته نه ځو


نثار مومند
نثار مومند

د قبايلي سيمو د سياسي ګوندونو اتحاديې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا سبا په اسلام اباد کې کيدونکې جرګې کې له ګډونه انکار کړی دی. دوی وايي دغه جرګه غيرضروري او د قبايليو سيمو پرمختګ مخه نيسي.

پراګ - د قبایلو سياسي اتحاد مشر نثار مومند د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د قبايلي سيمو زياتره خلک سبانۍ جرګې ته نه ورځي، د نوموړي په خبره دغه جرګه د قبايلي سيمو استازيتوب نه کوي. د نوموړي په خبره دې لړ کې يې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره خبرې کړي دي.

((موږ محمود خان صيب سره ناسته کړې. هغه تا ما دا ويلي چې چې تاسي خو له آيين څخه ګټې اخلئ نو ولې د قبايليو لپاره ګټې نه غواړئ.))

د قبايلي سيمو اتحاد او ځيني سياسي ګوندونه غواړي چې د حکومتي کمېټې د وړانديز سره سم قبايلي سيمې په خيبر پښتونخوا صوبه کې شاملې شي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت علما اسلام او ځيني سياستوال د دې کار مخالفت کوي.

مرکزي حکومت هم موږ سره دوه مخې پاليسي روانه کړې
مومند

اڅکزی وايي حکومتي کمېټې د قبايلو په خوښه پريکړه نه ده کړې خو پارليمان کې د قبايلي سيمې ځيني استازي وايي ډيری قبايل په خيبر پښتونخوا کې شاملېدل غواړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر عثمان خان څو ورځې مخکې مشال ريډيو ته ويلي وو چې د وزيراعظم لخوا ټاکل شوې په فاټا اصلاحاتي کميټۍ کې یو هم پارلېماني غړی نه شته نو ځکه دوی د يوې نوې جرګې رابللو پريکړه کړي. ((په دې جرګه کې به ښه تاریخي ولسي استازي وي او د دې جرګې بنیادي مقصد به هم دا وي چې د قبايلي سمو راتلونکي اييني او انتظامي حيثيت په اړه د پرېکړې اختيار قبايلو ته ورکړل شي.))

اڅکزی: پر ۳۰مه جنورۍ پر فاټا اصلاحاتو د دغه ولس جرګه کوو.

پر ۳۰مه جنورۍ پر فاټا اصلاحاتو د دغه ولس جرګه کوو. اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00

بلخوا د فاټا سياسي اتحاد مشر نثار مومند په وفاقي حکومت هم نيوکې کوي او وايي چې وفاقي حکومت د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه مخلص نه دی.

نوموړي زياته کړه: ((نوازشريف حکومت نړۍ ته دا ښودله چې اصلاحات يې وړاندي کړل. خو زه دا وايم حکومت دوه مخيزه پالېسي خپله کړيده. خو زه خوشبينه يم چې په قبايلي سيمو کې په خلکو کې شعور زيات شوی دی. اوس خلک په هر څه پوهيږي. اوس خلک خامخه غواړي چې [د ايف، سي، آرج له تور قانون څخه ځان خلاص کړی، د اصلاحاتو کول اوس ځکه ليري خبره نه ده چې حکومت سره بله لاره نشته.))

په قبايلي سيمو کې اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف ۲۰۱۵ کال کې د سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کميټې جوړه کړې وه. يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو له دورو ورسته خپلو تيار کړل شویو سپارښتنو کې ويلي دي چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې شي.

XS
SM
MD
LG