د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د ترهګرۍ خلاف قانون څومره موثره دی


پاکستان کې د ترهګرۍ تورونو کې نیول شوي کسان
پاکستان کې د ترهګرۍ تورونو کې نیول شوي کسان

په پا کستان کي د نا امنۍ لړي د څه د پاسه يوې لسيزي نه دوام لري چي د سرکاري شميرو تر مخه په زرګونو ولسي وګړي يي وژلي او ژوبل کړي دي خو په دغو پيښو کي ډېرو کمو کسانو ته عدالتونو نسزا ورکړې ده.

او س پوښتنه دا ده چي د ترهګرۍ پر ضد هغه قوانين چي په دغه هيواد کې موجود دي ایا دومره موثره دي چي د ترهګرۍ مخه ونيسي، ددې پوښتني په ځواب کې د خيبر پښتونخوا ايډیشنل ايډوکيټ جنرل وقار احمد وايي چي قوانين هغه وخت موثره کيدای شي چي د هرې پيښي پلټنې په ساينسي بنیادونو وشي نوبیا استغاثي لپاره آسانه وي چي ککړو کسانو ته سزا ورکړي.

« موجوده قوانين اوس هم موثره دي خو بیا هم پکي د اصلاحاتو ضرورت دی خو د قوانينو سره سره د تحقيقاتي او عدالتي ادارو په صلاحيتونو کي ښه والی ډېر ضروري دی ځکه چې که تحقيقاتي ادارې استغاثي ته پاخه ثبوتونه ورکړي نو بیا ککړو کسانو ته سزا ورکول آسان شي.»

نوموړی زیاتوی، دلته دا خبره ډيره مهمه ده چي که په پلټنو کي څه ډول خلا پاتي شي نو د شک فايده هميشه ملزم ته رسيږي نو چونکي د پلټنو کونکو سره نه خو دومره وسايل وي او نه آوزار ، نو ځکه ملزمان سزا نه بچ شي.

خو په کراچۍ کي د ترهګرۍ ضد د پوليسو د ادارې مشر مظهر مشواڼی وايي چي که څه هم د ترهګرۍ ضد موجوده قوانين هم بد نه دي خو دده په خبره دغه قوانين نور هم تراميمو ته اړتيا لري له مشواني نه مو وپوښتل چي په ترهګرۍ کي د ککړو کسانو سزا کولو کي څه خنډان شته او که نه؟ نو هغه وویل:

« خنډان پکي ځکه شته چي وسايل کم دي، بل د عدالتونو قاضيان هم د ويرې ښکار وي ، قوانين خو ټول ښه دي خو مهمه خبره د دغو قوانينو نه ګټي پورته کول وي او موږ يې ځکه نه شو پورته کولی چې موږ سره وسايل نشته.»

نوموړی زیاتوي اوس چې د ۱۹۹۷م کال د ترهګرۍ ضد قوانينو کي تراميم کيږي، تمه ده چي دا به نور هم موثره شي.

په پاکستان کي يو شمېر وسله والو ډلو نه يوازې د بريدونو ذمه واري په ډا ګه منلې بلکي د نورو بريدونو دهړکي يې هم ورکړې دي. نو ایا د هغوی پر ضد دغه قوانين موثره دي، ددې پوښتني په ځواب کي د خيبر پښتونخوا د قانون پخوانی وزير ارشد عبدالله وايي.

« که څه هم وسله وال په ليکلي بڼه د ترهګريزو پيښو پړه مني، خو بیا هم عدالت کي به يو څوک دا ګواهي ورکوي چي دا مرکه یا بیان دې، فلانکي وسله وال زما په مخکي ورکړی و، خو له بده مرغه ولس په دې لړ کې د پوليسو مرسته نه کوي.»

دا مهال په پاکستان کي د ترهګرۍ پر ضد يو شمير قوانين او عدالتونه کار کوي خو د نا امنۍ پيښي هم دوام لري خو حکومت دعوې کوي چې د ضرب عضب په نامه د پوځي عملیاتو په نتيجه کي يې وسله والي ډلي ماتي کړي دي.

XS
SM
MD
LG