د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وسلې سپارو که پوځ د امن ذمه واري واخلي'


د تېر کال تر پايه پورې په هغو لکونو کورنيو کې چې له قبايلې سیمو د وسله والو پرضد د پوځې عملیاتو له امله بي کوره شوي ول، ګڼې کورنۍ اوس خپلو سیمو ته ستنې شوي دې خو له تېرو څو مياشتو نه امنيتي ادارو د واپس شوي قبايلې ولس نه په رضاکارانه توګه د درنو او غير قانوني وسلو حکومت ته د حواله کولو کمپاين پيل کړی دی. که څه هم دغه عمل په ځينو قبايلي سيمو کې په کا ميابي سره روان دی خو په کورمه قبايلي سيمه کې د دې کمپاين په حواله ځايي ولس اندېښنې لري.

په دي اړه مو چې کله د يادي قبايلي سيمي د قامي ا سمبلي غړي ساجد توري نه وپوښتل چې هغه څه اندېښنې دي نو ښاغلي توري وویل موږ وار له مخه د يوي جرګي له لارې حکومت ته د خپلو وسلو فهرستونه ورکړي دي او موږ يې اوس د خپل حفاظت لپاره له ځان سره د يو امانت په توګه تر يوې محدودې مودې پورې ساتل غواړو ځکه چې

(ړومبۍ خبره د حفاظت ده، که امنيتې ادارې په سیمو دننه او د پولې نه هغه غاړې موږ ته د ورپېښو خطرونو مخه نیولی شي او موږ ته دا ضمانت راکولی شي چې بیا به طالب وسله وال او داعش په موږ بریدونه نه کوي نو بیا موږ قبایلي ولس ليوني نه يو چې وسلي له ځانه سره وساتو. مخکې به قبايلي ولس د خپلمينځیو جګړو پر مهال درنې وسلې کارولی خو اوس هغوی ته دا ادراک شوی دی چې وسلي کارول او ساتل ښه خبره نه ده خو حکومت ته دا هم په پام کی ساتل پکار دي چې دا يوه نړۍواله خطره ده او موږ دې ورته تش لاس نه پرېږدي.)

خو د کورمې قبايلي سيمي د لېويز ځواک صوبېدار مېجر علي جانان وايي چې په سيمه کې امنيت ټينګ دي او د درنو وسلوحواله کولو په لړ کې دا مهال له ځايي مشرانو سره جرګې روانې دي.

علي جانان زیاتوي:

(دا مهال له ځايي مشرانو سره په دي اړه جرګې دوام لري او دا کمپاين د درنو وسلو لکه دشکه ، اينټي ايرکرافټ ګن ، او توغنديو تر څنګ د ټانکونو ضد د ماينونو پر ضد دي ، موږ هيله لرو چې کورمي وال به دغه وسله حکومت ته حواله کړي او کله چې د وسلو راغونډولو کمپاين تر سره شي نو بیا به د امنيتې سرتيرو شمير هم زیات شي)

قبايل دا مهال د حکومت نه يوازي ددي خبري سپيناوي غواړي چي که وسلي غونډول کيږي نو بیا د اجتماعي ذمه واري قانون څه معني لري
صفدر داوړ

خو د شمالي وزير ستان سره تعلق لرونکي خبر یال صفدر داوړ واي

((چي قبايل دا مهال د حکومت نه يوازي ددي خبري سپيناوي غواړي چي که وسلي غونډول کيږي نو بیا د اجتماعي ذمه واري قانون څه معني لري حکومت يو خوا وسلي غونډوي او بل خوا ځاي ولس ته واي چي د خپلو سيمو د امنيت ذمه وار تاسو يي ،

ساجد حسين توري زیاتوي چي حکومت له پکار ده چي ړومبي په قبايلي سيمو کي د امنيت ټوله ذمه واري واخلي او بیا د وسلو راغونډولو مهم شروع کړي ،

XS
SM
MD
LG