د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: حلب کې روسيو الوتکو اته تنه وژلي

د روسیې جنګي الوتکو د شام په شمال ختیځ کې د حلب پر ښار چې محاصره دی، درنې بمبارۍ بیا پيل کړې. په شام کې د بشري حقونو د څارنې اداره چې مرکز يې په لندن کې دی،د سېشنبې په ورځ وویل چې د حلب په بوستان‌ القصر او فردوس سیمو کې لږ تر لږه اته ملکي وګړي په‎ دې حمله کې وژل شوي دي. د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د بشارالاسد رژیم د تېرې چارشنبې په ورځ پر حلب د بمباریو د بیا پیل اعلان وکړ او دا ښايي د روسي الوتکو تر ټولو درنه بمباري وه. حلب کې لږ تر لږه دوه نیم لکه وګړي په جګړه کې بند پاتې دي.

د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د بشارالاسد رژیم د تېرې چارشنبې په ورځ پر حلب د بمباریو د بیا پیل اعلان وکړ او دا ښايي د روسي الوتکو تر ټولو درنه بمباري وه.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG