د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ډرون سیاست


ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله


خالد خان مشال ريډيو پيښور

په پاکستان کې یو ځل بیا له څه مودې راهیسې په قبایلي سیمو کې دبې پایلټه ډرون الوتکو د بریدونو پر ضد احتجاجي غږونه اورېدل کېږي.

د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني،ددغه ملک د پوځ مشر اشفاق پرویزکیاني او همدا ډول د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ كې د عوامى نيشنل ګوند د پارليمانى مشر او سنییر صوبايي وزير بشير احمد بلور په نوښت د بې پایلټه ډرون الوتكو د بریدونو پر ضد د يوه قرارداد منظوري او دا اوس د تحریک انصاف د مشر عمران خان په بلنه هم د اپرېل پر ۲۴ مه د پېښور په باغ ناران کې يوه احتجاجى ناسته وکړه.


ددې نه يو ورځ وړاندې د پاكستان پيپلز ګوند سره تعلق لرونكې د باجوړ
ايجنسۍ نه د قامى اسمبلۍ غړې صاحبزاده اخونزاده چټان په بلنه په پيښور
پريس كلب كې د ډرون حملو پر ضد يوه جرګه رابللې وه .اخونزاده وويل چې په ډرون بريدونو كې بې ګناه خلک هم وژل كېږى او دغه شان په ځانمرګو بریدونو كې هم بې ګنا خلک وژل كيږي.

په پاكستان كې د ډرون لومړۍ بريد په ۲۰۰۴ م کال په سويلى وزيرستان كې د هغه وخت تحريک طالبان پاكستان مشر نيک محمد په نخښه کړی وو.

دغه شان په قبايلي سيمو كې د ډرون بريدونو لړۍ پيل شوه او تر
اوسه پورې د يوې اندازې مطابق ۲۳۴ ډرون بريدونه شويدې چې تر ډېره یې
سويلي او قطبي وزيرستان په نښه کړی دی.په دغه بریدونو کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو رپوټونه دي چې د رپوټونو له مخې مشکوکه وسلوالو ډلو ته پکې لوی زیان رسېږي.

دغه سیمې د تحریک طالبان پاکستان،د سراج الدین حقاني ډلې او د القاعدې ټینګ مرکزونه بلل کېږي چې په افغانستان کې د امريکا په مشری د مېشتو نړیوالو ځواکو د دعوو له مخې له همدې مرکزونو پر دوی بریدونه کېږي.


د ۲۰۰۴م کال نه تر اوسه پورې د سياسى ګوندونو له لوري د ډرون حملو په ضد داسې غبرګون نه وو رامخ ته شوې لکه له تير يوې مياشت نه چې لیدل کېږي.


په پښتونخوا اسمبلۍ كې د مخالفو ګوندونو مشر ، پخوانې وزير اعلی او جمعيت علماء اسلام غړې د ډرون حملو په ضد د حكومتى ګوندونو د پاليسۍ په اړه وويل چې دوى د چا په اشاره دا خبره راوچته كړې ده.

د يادونې وړ ده چې پاكستان د امريكې حكومت نه بیا بیا غوښتنه كوي چې دوې ته دې د ډرون ټيكنالوجي وسپاري چې پخپله د تره ګرو خلاف عمل وكړي.
XS
SM
MD
LG