د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچې کې د بحري ځواکونو پر بسونو بمي بریدونو مرګ ژوبله اړولې




د پاکستان د بحري پوځ د کارکوونکیو دوه بسونه په نښه شوي دي چې په کې ۴ کسان وژل شوي او ۵۶ ژوبل دي.

لومړۍ چاودنه د ډېفېنس په دویم فېز کې شوې او دویمه په بلدیه ټاون کې شوې ده.

موده مخکې د کراچۍ د جوارۍ په یوه کلب کې هم چاودنه شوې وه چې په کې ۲۴ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي ول.

کراچۍ د پاکستان لوی کاروباري ښار دی او په بیا د هدفي وژنو،فرقه ییز او توکمیز ښخړو او هدفي وژنو ښکار کېږي.

د سیند وزیراعلی سید قایم علي شاه خبري کنفرانس ته ویلي په دې اړه ورته وار دمخه اطلاعات وو دی زیاتوي ،"دوی ته څو ورځې وړاندې داسې مالومات ترلاسه شوي وو چې ځينې خلک دغه ډول عمل کولای شي ،موږ امنیتي ادارې د مخه ورته بیداره ساتلې وې،حساسه سیمې مو تر سخت امنیتي کنټرول لاندې راوستې وې.او پرله پسې څارنه موکوله او دا تمه مو نه درلوده چې دغه ډول پېښه به رامنځ ته شي.دوی دا برید تر سنجول شوي پلان لاندې ترسره کړی.او موږ به ددغه پېښې لاسلرونکي به ډېر ژر مالوم کړو.وړاندې مو هم په دغسې پېښو کې ککړ کسان په ګوته کړي ،نیولې او پر ځینو په عدالت کې کیسونه هم چلېږي."

کراچې د پاکستان لوی صنعتي ښار دی او په بیا بیا د هدفي وژنو ،فرقه ییزه او توکمیزه ښخړو ښکار کېږي.

XS
SM
MD
LG