د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ډرون بریدونو ګڼه مرګ ژوبله اړولې


ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله

عمردراز وزیر مشال ریډیو بنو

پر قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د بې پیلوټه مشکوکه امریکايي الوتکو په برید کې د وژل شویو مشکوکو اور پکو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی. او نهه تنه نور ژوبل دي.

د پاکستان د استخباراتي اداري یوه چارواکي ويلي چې برید نن سهار څلور نیمې بجې له میرعلي څخه ۴۰ کلومیټره لرې شمال ته د افغانستان پولې سره جوخت د بش خوله سیمې ته نژدې یو کور په نښه کړو.او پنځه توغندي یې پرې وتوغول.

په دغه سیمه کې یوه کس د خپل نوم ښودلو په شرط مشال رېډیو ته ووېل چې د برید پر وخت دوی ویده وو چې د بې پایلټه ډرون الوتکو برید ورباندې وشو.هغه وویل چې په دغه برید کې د وسلوالو طالبانو نه علاوه د یو کور دوه ښځې او یو ۱۲ کلن هلک هم شامل دی.او ژوبل کسان یې د سیمې روغتونو ته وړي دي.

ځايي خلک وايي له څو ورځو راهیسې د شمالي وزیرستان پر سیمه بره بې پایلټه الوتکې لیدل کېدې ،چې نن سهار یې یو ځل بیا د سپین وام تحصیل په یش خوله سیمه کې یو کور په نښه کړ.

دا په روان میاشت کې پر شمالي وزیرستان د ډرون الوتکو اومړی برید دی.


په دې وروستیو کې د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني له امریکا غوښتنه کړې وه چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه دې ودروي.او خپله د پاکستان د پوځ سرلښکر اشفاق پروېز کیاني هم د ډرون بریدونو د ودرلو غوښتنه کړې ،چې د دوی په خبره دا یې د ترهګرۍ ضد جګړه اغېزمنوي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د تېره ورځ د پاکستان په سفر تللی د ارمیکا د ګډو ځواکون مشر مشر ايډمرل مايک مولن له برتانوي او پاکستاني رسنو سره په خبرو کې تور لګولی چې د پاکستاني استخباراتي ادراې ای اېس ای له حقاني ډلې سره اوس هم رابطې شته او هغوي د حقاني نيټورک مرسته کوي.
د دغه تورونو په ځواب کې د پاکستاني پوځ يو لوړ پوړي چارواکي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط وويل چې په دې خبرو کې هيڅ حقيقت نشته او دا د هغه پروپيګنډې برخه ده ، چې وخت په وخت د پاکستان خلاف کيږي.
دی زیاتوي چې پاکستان د حقاني ډلې خلاف ډيرې کاروایانې کړيدي او د هغوی پټن ځايونه او مورچلونه یې په نخښه کړيدي.

د شمالي وزیرستان په اړه ویل کېږي چې دا د حقاني اورپکې ډلې پیاوړی مرکز دی، او د دې ډلې اورپکي په افغانستان کې پر بهرنیو سرتېرو بریدونه کوي.
XS
SM
MD
LG