د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای اېس ای د حقاني ډلې مرسته کوي. مايک مولن


د امریکا د ګډو ځواکونو مشر مایک مولن له خپل پاکستاني سیال جنرال خالید شمیم وایي سره
د امریکا د ګډو ځواکونو مشر مایک مولن له خپل پاکستاني سیال جنرال خالید شمیم وایي سره
ریاض موسا خيل او پامیر ساحل

تيره ورځ د پاکستان د دورې پر مهال د امريکې د ګردو ځواکونو مشر ايډمرل مايک مولن له برتانوي او پاکستاني رسنو سره په خبرو کې تور لګولی چې د پاکستاني استخباراتي ادراې ای اېس ای له حقاني ډلې سره اوس هم رابطې شته او هغوي د حقاني نيټورک مرسته کوي.
د دغه تورونو په ځواب کې د پاکستاني پوځ يو لوړ پوړي چارواکي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط وويل چې په دې خبرو کې هيڅ حقيقت نشته او دا د هغه پروپيګنډې برخه ده ، چې وخت په وخت د پاکستان خلاف کيږي.
دی زیاتوي چې پاکستان د حقاني ډلې خلاف ډيرې کاروایانې کړيدي او د هغوی پټن ځايونه او مورچلونه یې په نخښه کړيدي.

د مايک مولن پر ځرګندونو د دفاعي او پوځي چارو کارپوه او ریتاییرډ متقاعد بريګيډییر اسد منير وويل چې د حقاني نيټ ورک سره د اړيکو خبره څه نوې نه ده ځکه چې د افغان جنګ دوران د شوروي اتحاد خلاف پخپله امريکه هم د حقاني ډلې سره رابطه کې وه او د هغوي مرستې به یې کولې. البته په پاکستان دا تور لګول چې هغوي د حقاني ډلې اوس هم مرسته کوي بې بنياده خبره ده.

د حقاني د اورپکې ډلې په اړه ویل کېږي چې په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي. د بېلا بېلو رسنیو له څېړنیزو رپورټونو سره سم، د دې ډلې پیاوړی مرکز شمالي وزیرستان دی. اوس د امریکا د ټولو ځواکونو د مشر اېډمرل مایک ملن دا خبره چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی له حقاني اورپکې ډلې سره اړیکي دي.

په اړه په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپوهه ډاکتره عایشه صدیقه وايي چې دا نوې خبره نه ده.،” دا خو ډېره پخوانۍ خبره ده. دا خو جنرال کیاني ډېر ځلې دوی ته ویلي هم وو، پینټاګان ته، ملن ته او نورو ته هم، چې د حافظ ګل بهادر، سراج الدین حقاني ډلې او دا نور پر پاکستان بریدونه نه کوي نو ځکه موږ د دوی پر ضد عملیات نه کوو. نو زما په نظر د ډېرې دلچسپۍ خبره دا ده چې دا پینټاګان او مایک ملن وغیره به چې دا خبرې په توجه اورېدې، او په دې اړه یې احتجاج نه کاوه نو اوس دوی احتجاج کوي او په ښکار وايي چې نه موږ له دې تګلارې ګیله من یو“
د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني
په اسلام اباد کې د دفاعي و سیاسي چارو کارپوه زاهد حسین وايي،” دا خبره خو مخکې هم کېده چې د آی اېس آی له حقاني اورپکې ډلې سره اړیکي دي، خو دا په لومړي ځل دومره په ښکاره د امریکا چارواکو دا خبره کړې ده. د نوموړي په خبره د مایک ملن دا بیان ښيي چې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ اړیکي له لا نور کړکېچ سره مخامخ دي. او له دې بیانه د دوی ترمنځ پراخېدونکې فاصلې هم ښکاري، او دا زیاتره د ډېوس له کیسې وروسته پیل شوی دی.“


په پاکستان کې له کالونو راهیسې د ترهګرۍ پېښې کېږي او کارپوهان دا وايي چې له اورپکو ډلو سره د آی اېس آی او د پوځ د اړیکو تر شلېدو وروسته اورپکو د پاکستان په نښه کول پیل کړل، نو اوس په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې پر مهال ایا د پاکستان پوځ په ريښتیا له اورپکو ډلو سره اړیکي لري، او له پخوانیو تجربو یې زده کړه کړې ده او که نه؟

په دې اړه کارپوهه عایشه صدیقه د پاکستان د پوځ تګلارې ته په اشاره وايي،” دا یوه ډېره ظالمانه طریقه ده چې دې مسلې ته وګورو نو هغه دا ده چې په تېرو لسو کالونو کې د یو سل او اتیا میلیونه خلکو په هېواد کې د پینځه دېرش زره کسانو وژل کېدل دومره لویه بیه نه ده. خو د دوی په نظر د دې ډلو ګټه ډېره لویه ده. د بېلګې په ډول چې امریکا له افغانستانه ووځي نو د دوی په نظر بله موخه یې دا ده چې له افغانستانه به هېند وباسي. دا ضروري نه ده چې د ستراتیجکي ژورتیا مانا به دا وي چې د بل هېواد خاوره دې ونیول شي. بلکې د دې دا مانا هم ده چې هلته دې خپل نفوذ یا اغېز پراخه کړل شي٬٬


په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير او د سيمه ايزو چارو کار پوه رستم شاه مهمند وایي چې که امريکې سره ددې خبرې څه ثبوت وي نو په درې اړخيزه مذاکراتو کښې دې دا خبره راپورته کړي.
نوموړې زياتوي،” چې که دا خبره رښتيا وي چې حقاني ډله پاکستان کې جالې لري او دکاروایي لپاره افغانستان ته ځي نو ناټو او افغان ملي اردو دې افغانستان کې يا په لاره د هغوي خلاف عمليات وکړي ولې امريکه په پاکستان دا زور راوړي چې پاکستان کښې د حقاني ډلې خلاف کاروایي وکړې.”

د خارجه او دفاعي چارو يو بل کار پوه او امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير ريټایرډ ميجر جنرل محمود علي دراني وایي چې پاکستان او امريکا ته د دې خبرې احساس دی چې دواړه د يو بل د مرستې بغير څه نشي کولې ،خو له بده مرغه بيا هم یو پر بل ناوري ده.

محمود علي دراني وايي چې که امريکا له پاکستانه دا غوښتنه کوي چې د حقاني ډلې خلاف کاروایي وکړي نو دا ځکه نشي کيدی چې پاکستان د وړاندې نه په ډيرو لانجو کې ښکيل دی او نشی کولی چې يو بل سنګر پرانيزي ځکه چې حقاني ډله د پاکستان په ضد څه قسمه کاروایي نه کوي.


د ذکر وړ ده چې مائيک مولن تيره و رځ د پاکستان په دوه ورځنې دوره اسلام آباد ته رارسيدلې وو او د کال دوه زره اووم نه د چوکې تر لاسه کولو وروستو دا دَ نوموړي دوه ويشتمه دوره ده
XS
SM
MD
LG