د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د ولسمشر بشارل اسد خلاف مظاهرې.


د امریکا د بهرنو چارو وزیرې هیلري کلنټن په شام کې د ولسي خلکو وژنه په سختو ټکو غندلې ده.

په یو خبري کانفرنس کې میرمن کلنټن وویل، د شام په همص ښار کې د ولسمشر بشار ال اسد د واکمنۍ خلاف په مظاهرچیانو ډزی او تشدد کول د امریکا لپاره د اندیښنې وړ خبره ده .

په شام کې خلک وایی، د تیر ګل راهیسي د بشار ال اسد خلاف په مظاهرکونکو د پوځ لخوا په ډزو کې د ۲۰ زیات کسان وژل شوې دي.

د تیو نس، مصر او لیبیا وروستو په شام کې هم خلکو د ولسمشر اسد د واکنۍ خلاف مظاهرې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG