د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نجکارۍ پر وړاندې د ډاکیانو احتجاج




نیازموسی خیل،مشال راډیو،کوټه


څه موده مخکې د مرکزي حکومت له خوا اعلان شوی وو چې دوی به ټولې سرکاري ډاکخانې پر شخصي ادارو خرڅوي.

ددغه ممکنه حکومتي پرېکړې پر ضد د نور پاکستان په ګډون په بلوچستان کې هم د ډاکخانو کارکوونکو احتجاجونه پېل کړي دي.

د کوټي جنرل پوسټ آفس یو کارکونکی آغا دولت شاه وايي ،” دا دویمه میاشت ده چي د دوي احتجاج روان دي .پوسټ آفس یوه ګټوره اداره ده.د دې خرڅول ډیر له ملک سره ،له خلګو سره او له موږ سره ظلم دی .له ملک سره دا ظلم دی ،چې که دا ګټوره اداره خرڅه شي،نو د ملک تاوان دي .له خلکو سره دا ظلم دی چي اوس یو سړی خپل لیک له کوټي کشمیر ته لیږي،نو هغه موږ په ۶ روپۍ رسوو،که ډاکخانه شخصي شوه،نو بیا خو دا په دې قیمت نه ځي او له موږ سره دا ظلم دی چې په موږ کې به ډېر خلک له کارونو واېستل شي.او ځکه مو احتجاج پیل کړی دی٬٬
که څه هم د ډاکخانې محکمې وفاقي وزیر،سردارعمرګورګیچ یو څه موده مخکي ویلي وو چي حکومت به ډاکخانې نه خرڅوي،نوپر دغه بر سیره هم احتجاج څله روان دئ؟د کوټي جي،پي،او یو بل کارکونکی نوروز خان وایي،٫٫موږ ته یې یوازي زباني وعدې را کړې دي.موږ غواړو چي په لیکلې بڼه دي موږ ته یقین را کړي نو به احتجاج ختم کړو.٬٬

نوروز خان زیاته که چي دوي به هیڅ کله حکومت د ډاکخانې خرڅولو ته پرې نږدي،ولي چي د ده په وینا،د دې ګام فایدې کمي او تاوانونه زیات دي.دئ وایي،چي په نجکاري کي یوه فایده هم نشته.په کراچئ کي کې،اي،ایس،سي خرڅه شوه،تاسو یې فایده و لیدله.پي،ټي،سي،ایل خرڅ شو،څه فایده یې وکړه.نو که ډاکخانه خرڅه شي،د دې به هم هیڅ فایده نه وي.موږ به پوره هڅه کوو چي حکومت خپله فیصله بیرته واخلي.


په بلوچستان کې د ډاکخانې محکمې مرستیال مشر ،قربان علي مري وايي،”چي د محکمې له وزیر سره د دوي غونډه شوېده ،او داخبره تر غور لاندې ،چي د ډاکخانې نجکاري به اوس نه کیږي،وروسته به بیا مرکزي حکومت سوچ پر کوي. “
خو د ډاکخانې کارکونکي وایي،چي حکومت یوازي زباني وعدې کړې دي او د دوي په وینا،د پردې شا ته بل څه روان دي.دوي زیاته کړه،که چیري حکومت د دوي د غوښتنو پر ضد کار و کړي ،نو دوي دوي به تر دې هم لا سخت احتجاج وکړي.
XS
SM
MD
LG