د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م.م مرستندویه ډله د لیبیا مصراتا ته ځي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشره ویلیري اموس وايي د لیبیا واکمن معمر قذافي رژیم ورته مصراتا ښار ته د ننوتو اجازه ورکولو ژمنه کړې ده.

د قذافي تر واکمنۍ لاندې په لویدیځې لیبیا کې مصراتا یواځېنی ښار دی چې په جزوي ډول د یاغیانو په لاس کې دی او دا مهال د نوموړي د ځواکونو په حصار کې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشرې ویلي رژیم له دې انکار کړی دی چې په دې ښار کې د ضرورت د شیانو د وېش پر مهال د جګړې ودرولو ضمانت ورکړي.

د یاغیانو او د قذافي پلوه ځواکونو تر منځ له تېرو اووه اوونیو راهیسې په مصراتا کې جګړه روانه ده چې په کې تر اوسه ۲۶۷ کسان وژل شوي دي.

مصراتا د لیبیا درېیم لوی ښار دی. چارواکي وايي تېره ورځ یې شا و خوا ۱۰۰۰ بهرني کارکوونکي او ټپي شوي کسان له مصراتا ویستلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG