د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د سوریې ولسمشر ضد مخالیفینو ته پیسې ورکړې


د یوه رپورټ ترمخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پټه د سوریا د ولسمشر بشار الاسد مخالفینو ته پیسې ورکړې دي.

دا رپورټ په امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ کې خپور شوی دی چې معلومات یې د ویکي لیکس له نویو ښکاره کړل شویو سفارتي کاغذونو راخیستل شوي دي.


د واشنګټن پوسټ په خبره له پټو کاغذونو ښکاري چې ۲۰۰۶ ز کال راهیسې امریکا تر شپږ میلیونه ډالره له سوریې جلا وطن شویو کسانو یوې ډلې ته ورکړې دي چې په لندن کې یو ټیلي وېژن برادا جوړ کړي او د سوریا دننه یې هم د حکومت له مخالفینو سره مرستې کړې دي.

د ورځپاڼې په خبره دا نه ده جوته چې امریکا اوس هم د اسد مخالفینو ته پیسې ورکوي خو د ویکي لیکس د معلوماتو ترمخې لږ تر لږه دا معامله د تېر کال تر سپټمبره روانه وه. د ورځپاڼې په خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې له څه ویلو ډډه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG