د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې بادوبارام ۱۷ کسان وژلي


د چین په جنوب کې د خراب موسم او توپانونو له کبله لږ تر لږه اوولس کسان وژل شوي دي.
د هېواد دولتي خبري اژانس زېنوا وايي د هېواد جنوبي ګوانډونګ صوبه ږلۍ، باران او پیاوړي باد ځپلې ده. په دې سیمه کې د برامداتو لپاره لویې کارخانې دي. تر اوسه داسې رپورټونه نه دي راغلي چې کارخانو ته دې څه زیان رسېدلی وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG