د معمر قذافي پلوي ځواکونو یاغیان د لیبیا په ختیځ کې د جګړې پر کرښې تر فشار لاندې راوستي دي.
رپورټونه وايي د قذافي ځواکونو په اجدابیا کې د یاغیانو پر ځایونو راکټونه ورولي دي. سربېره پر دې چې د قذافي پر پوځ د ناټو هوايي بریدونه روان دي خو له اوونیو راهیسې یاغیان په دې کې پاتې راغلي دي چې د لیبیا د ختیځ په ساحلي سیمو کې لاس ته راوړنې ولري.
تېره ورځ د بریتانیې وزیراعظم ډېوېډ کیمرون دا امکان رد کړ چې د یاغیانو د مرستې لپاره دې ځمکني ځواکونه واستوي.