د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ایران او عربانو ترمنځ کړکېچ زېږوي.احمدي نژاد




د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد پر امریکا تور پورې کړی چې د ایران و عربانو ترمنځ کړکېچ زېږول غواړي. نوموړی وايي د امریکا دا هڅه به ناکامه شي.

احمدي نژاد دا خبره د هېواد د پوځ د ورځې په مناسبت د وینا پر مهال کړې ده چې د ایران پر قامي ټیلي وېژن خپور شوی دی.

تېره ورځ، د خلیج عربو هېوادونو پر ایران تور پورې کړ چې د هغوی په چارو کې ګوتې وهي. د سعودي عرب په پلازمېنې ریاض کې د یوې غونډې پر مهال د خلیج د همکارۍ شورا شپږو غړو هېوادونو ایران ته له پارونو د لاس اخیستو ویلي ول.

په شورا کې بحرین، کویت، اومان، قطر، سعودي عرب او متحده عرب امارات شامل دي. هلته سعودي عرب ګواښ کړی دی چې که په ایران کې یې د سفیرانو سمه ساتنه نشي کېدای نو هغوی به کور ته راوبلي.

یوه اوونۍ مخکې ایراني زده کوونکیو د سعودي عرب د سفارتخانې مخې ته لاریون وکړ، ځکه چې سعودي عرب بحرین ته خپل ځواکونه استولي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG