د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانمرګي بریدونه غیر شرعي دي. مولانا فضل الرحمن


تېره میاشت په پښتونخوا کې د مولانا فضل الرحمن پر قافلو دوه ځلې ځانمرګي بریدونه وشول
تېره میاشت په پښتونخوا کې د مولانا فضل الرحمن پر قافلو دوه ځلې ځانمرګي بریدونه وشول

د جمعیت العلماء اسلام امیر او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د کشمیر سټېنډینګ کمېټۍ مشر مولانا فضل الرحمن پر ټولو مشکوکوکه وسلوالو ترهګرو غږ کړی چې خپله وسله پر ځمکه کښېږدي او د ایین او قانون له مخې خپله مبارزه پيل کړي.

مولانا فضل الرحمن په ډېره اسماعیل خان کې د مشال رېډیو له خبریال سیلاب مسود سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، جمعیت العلماء اسلام چې د پاکستان د تر ټولو لوی مذهبي ګوند دی له لومړی ورځې راهیسې د وسلوالې مبارزې پر ضد دي.

مولانا فضل الرحمن ددې پوښتنې په خواب کې چې پر هغه په ځانمرګو بمي بریدونو کې د چا لاس ویني او د اسلام له مخې ځانمرګي بمي بریدونه څنګه بولي؟ نو نوموړي وویل ،” درې کاله مخکې ټولو مذهبي قوتونو په لاهور کې یوه اعلامییه جاري کړې وې او په هغې کې موږ خودکش حملې یا وسلوال جنګ په یوه خوله ناروا ګڼلی وو.او دا مو هم ویلي وو هغه خلک چې د پارلماني ریاست په باره کې نوې نوې مسلې راپورته کوي،نو د ټول مکاتب فکر چې کومو متفقاتو ته رسیدلي دي،موږ په هغې بیا نظر ثاني کولو ته تیار نه یو،او نه یوه فرد او یا یوې ډلې ته پرهغې د بحث کولو اجازه هم نشو ورکولای.او دا مو هم ویلي وو چې دغه ترهګر خلک دې خپله وسله پرېږدي،او د ایین او قانون له لارې دې خپله مبارزه وکړي.٬٬

مولانا فضل الرحمن وايي ټول ترهګر دي وسله وغوروزي او د ایین له مخې دي مبارزه وکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

مولانا فضل الرحمن وویل”له دې وروسته د دیوبند د مکاتب فکر علماو هم په اتفاق رای سره مسلح جنګ ته غیر شرعي ويلي دي،او پر دې اتفاق رای راغلې ده او جمعیت العلماء اسلام په خپلو غونډو او جلسو کې په بیا بیا له دغه ډول ټولو کیسو براعات اعلان کړی دی.او چې یو ځل د جمعیت العلماء اسلام غوندې د پاکستان د علماو تر ټولو لوی مذهبي جماعت،د دیوبند مکاتب فکر او بیا ټولو مکاتب فکر په اجتماعییت سره د پاکستان ټولو ګوندونو په یو اجلاس کې د ځانمرګو بمي بریدونو او وسلوال جنګ پر وړاندې واضح رایه ورکړې ده نو بیا څوک دی چې په یوه کونج کې کښېني او ځان ته به شریعت وايي.او ځان ته وايي زه حجت یم او د دومره علماء حجت نه دي.نو په لهذا په دې حوالې سره زموږ دریځ تل پاک او روڼ اوسېدلی دی.او دا پوښتنه چې پر ما چا حمله کړېده؟ نو په دې اړه تفتیشي ادارې پلټنه کوي او هغه به موږ ته حال راکوي.او موږ په خپله پر چا ګوته نه ږدو، نه زموږ څوک دښمن شته.او ظاهره خبره ده دا به هغه څوک وي چې زموږ له پالیسو سره اختلاف لري او یا زموږ له سیاست سره اختلاف لري او موږ ته خنډونه جوړوي.زموږ لاره نیسي چې موږ خپل ولس ته ولاړ نشو.٬٬

د مشال خبریال سیلاب مسود له مولانا فضل الرحمن څخه پوښتل چې په پښتونخوا او یو شمیر قبایلي سیمو کې تعلیمي ادارې په بمونو الوزول کېږي د اسلامي تعلیماتو له مخې تاسو دې عمل په کومه سترګه ګوري.؟نو هغه په ځواب کې وويل،” چې دا جنګ دی او د جرایم له هرطرف نه کېږي.په دې حوالې سره د افغانستان د تحریک طالبانو قیادت یو نوی بیان جاري کړی دی ،په هغې کې یې د تعلیمي ادارو او د سکولونو د عمارتونو په بمونو الوزولو د عمل یې غندنه کړېده.او دا یې ویلي دي چې دا د دوی لاره نه ده او نه دا د اسلام لاره ده.خو له دې سره سره چې په مدرسو او جوماتونو بمباري کېږي دا هم د غندنې وړ ده او د سکولونو په بمونو الوزول هم د غندنې وړ ده.دغه ټول قوتونه چې دا کار کوي هغوی اسلامي آثارو ته نقصان رسوي.
XS
SM
MD
LG