د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پر مشکوک موبايل فونونو بندیز





ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ


د پاکستان کورينو چارو مرکزي وزير رحمان ملک ويلي دي چې په کراچۍ کې د هدفي وژنو او کلنګ اخيستنې يوه لويه وجه غلا شوي موبايل ټيلې فونونه او په ناقانونه توګه کارونکي موبايل سيمونه هم دي.

نوموړي ويلي چې په ښار کې اوس مهال تر استعمال لاندې پنځه زره هغه موبايل ټېلې فونونه به له ننه بندوي ،چې د ټېلې فونونو خصوصي نمبرونه يا ای ايم ای نمبرونه يې يو شان وي ـ نوموړي زياته کړه ،،هغه موبايل ټېلې فونونه چې غلا شوي دي هغه به بې له ځنډه بندوي ،په دې اړه مې د سېمه ايزو موبايل کمپنيانو د مشرانو سره خبرې کړي او هغوی راسره منلی هم ده ،،
د کورونو چارو وزیر رحمان ملک

هغه دا هم وويل چې بې نومه ثبت شوي او ياهم په جعلي شناختي کارډونو راويستل شوي موبايل سيمونه به راتلونکو پنځلس ورځو کې دننه بندولی شي ـ د کورنيو چارو وزير ويره څرګنده کړه چې په کراچۍ کې هدفي وژنې د جمهوريت دپاره خطره جوړيدی شي .

رحمان ملک وروسته له هغې کراچۍ ښار ته د شورو په ورځ کراچۍ ته رسيدلی دی چې په تېرو څلورو ورځو کې دغه ښار کې د سياسي ګوندونو د غړو او مشرانو د وژنۍ لړۍ تېزه شوې ده ،دې لړ کې رحمان ملک د عوامي نېشنل ګوند له صوبايي صدر شاهي سيد او د سند صوبې ګورنر عشرت العباد خان سره بېلې بېلې کتنې لرلې .


د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو سره د رحمان په کومو موضوعاتو خبرې وشوې ،په اړه يې د ياد شوي ګوند د سند صوبې مشر شاهي سيد مشال ريډيو ته وويل چې په ښار کې د هدفي وژنو او د کورشميرنې په موضوعاتو يې خبرې اترې وکړې، ،،مونږ رحمان ملک ته وويل چې يو ګوند د خپلو هدفونو لپاره د کورشميرنې عمل ته زيان اړوي ،مونږ د دداخله چارو وزير ته په ښار کې د هدفي وژنو د مخنيوي په لړ کې د مرستې باور ورکړ او ورته مو وويل چې قانون نافذونکی ادارې چې کوم قاتلان ونيسي بايد د چا په فشار يې خوشي نه کړي او د قانون مطابق چلند ورسره وشي ،،

شاهي سيد وويل چې هدفي وژنو کې ککړ عناصر دې د اولس په وړاندې راوستل شي ،چې خلکو ته مالومه شي ، د ښار په هدفي وژنو کې څوک او کومه ډله لاس لري .

په کراچۍ ښار کې راهیسې د هدفي وژنو او اخ و ډب لړۍ لا هم هغسې دوام لري چې پکې د سياسي ګوندونو د غړو او مشرانو ترڅنګ لارويان او ښځې هم د نامالومه وسله والو د ګولو ښکار شوي دي.
XS
SM
MD
LG