د لاسرسي ځای

تازه خبر

له بنو تر شمالي وزیرستانه او ترغلام خانه د سړک جوړولو پرانستنه


د پاکستان پوځ وايي، سر لښکر جنرال اشفاق کیاني پرون د هغه نوي سړک د جوړولو پروژه پرانیسته وکړه چې د پاکستان قبایلي سیمي له افغانستان سره نښلوي. پاکستاني چارواکي وايي، دا سړک د دواړو هېوادونو ترمینځ د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره ډېر مهم دی.

د ۸۰ کيلومترو په اوږدوالي پردې سړک چې له بنو څخه د خوست اړوند غلام خان سیمې ته غځېدلی، اتیا ملیونه ډالره لګښت راځي. چې په جوړېدو به یې ۱۸ میاشتې وخت لګېږي. دا سړک به شمالي وزیرستان د پاکستان له نورو برخو سره ونښلوي

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پروژه په قبایلي سیمو کې د ټولنیزه پرمختیا لپاره کېږي چې د نور ملک په پرتله شا ته پاته دي.

.قبایلي سیمې چې تر ډېره د پاکستاني حکومت له واکه تللې دی امریکا یې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو یو لوی مرکز او د د مځکې پر سر یو له خطرناکو سیمو بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG