د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د امنیتي سنبالښت سپارلو وروسته


لیکنه محمد امین مدقیق

که څه هم په افغانستان کې وروستیو امنیتي پیښو د خلکو په ذهنونو کې داپوښتنه زیږولې چې ایا د ۲۰۱۴ کال نه وروسته به افغان ځواکونه د هیواد دامنیت دساتلو جوګه وي او که څنګه؟خوافغانان بیا په خپله په دې باور دي چې که نړیواله ټولنه ورسره مرسته وکړي او افغانان خپل ملي ذمه واري پرځاې کړي نو دوې کولې شي امنیتې چارې په بریالیتوب سره پرمخ یوسي .

په مزارشریف کې د ملګرو ملتونو په ودانې باندې وروستیو بریدونو دا وښوده چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت ساتل څومره ستونزې لري .

د اپریل په څلورمه پاریدولو مظاهرچیانو په شمالي ښار مزارشریف کې چې څه ناڅه ارامه ښارونو څخه دې د م .م په دفتر برید وکړ چې په ترڅ کې یی ددې سازمان اووه کارکونکي ووژل شول.

د امین مدقق په دې لیکنه کې راغلي ، په داسۍ حال کې چې افغان مشران په خپلواکۍ ټینګار کوي او غواړي چې د خپل هیواد امنیت په خپله وساتي خو دلته یوه لویه پوښتنه داده چې ایا امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري او که نه ؟

لیکوال پوښتنه پخپله ځوابوي او وایي چې که نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي افغانان کولې شي د امنیتي چارو واګې په خپل لاس کې واخلي.
په لیکنه کې راغلي هغه مهم ټکي چې کولاۍ شي په دې برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي داډول دي.


لمړې دا چې د افغانستان او ناټو ترمنځ یو ستراتیژیک تړون وشي ، که چیرې داسې ونه شي نو افغان امنیتي ځواکونه به یوځل بیا د پخوانیو اړیکو له مخې ووېشل شي.ددې ستراتیژیک تړون یوه بله ښیګڼه به داوي چې په افغانستان کې به د ګاونډیو د بربنډه لاس وهنو مخنوي وکړي.

لیکنه دوهم ټکي ته اشاره کوي چې افغان امنیتي ځواکونه باید په پوره توګه سمبال او وروزل شي،او په دې کې د افغانستان په شان د یو غرني هیواد لپاره د هوايي ځواکونو شتون ضروري دی.

د سیمه ییزو پولیسو د جوړیدو پروسه چې اوس اوس پیل شوې باید منظمه او پیاوړې شي چې طالبان ونشي کولاۍ د خلکو په منځ کې ځاې ومومي.
لیکوال زیاتوي په دې کې یو بل مهم ټکې دادې چې افغانان باید له همدا اوس نه باید د خپل راتلونکي ولسمشر په اړه فکر وکړي.

د یوباثباته افغانستان لپاره یو بې لورې ولسمشر پکار دی.

ددې تبصرې په اخره کې راغلي ، افغانانو ته د امنیت سپارل به په هیواد کې دننه او بهرد حکومت اعتبار پیاوړې کړي.

خو دا په دې معنی نه دي چې نړیواله ټولنه دې افغانستان یوازې پریږدي.
افغانستان به ترکلنو کلنو د حریصو ګاونډیو ترګواښ لاندې وي.

نړیوال باید په دې هم پوه شي چې القاعده لاهم ژوندې ده او دغه اوس د افغانستان په دوو ختیځو ولایتونو کونړ او نورستان کې اډې لري
که دا اډې همداسی پریښودل شي نو په دې باید پوه شو چې ترهګر سرحد نه لري.
XS
SM
MD
LG