د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک ونیول شو



دمصر ولسي څارنوال امر کړی چې پخوانی ولس مشر حسني مبارک دې لږ تر لږه د پنځلو ورځو پورې په بند کې وساتل شي چې له هغه نه ددرغلیو په اړه تحقیقات وشي. مبارک دا مهال په هسپتال کې دی چې د رپورتونو له مخې په هغه باندې د نهې په ورځ د زړه حمله راغلې وه .

تردې وړاندې نن دمصر سرکاري ټیلیویژن خبر ورکړی و چې دپخواني ولس مشر دوه زامن لږ ترلږه د پنځلسو ورځو لپاره نیول شوي دي ، ځکه پلټونکې ادارې دهغوی نه دحسني مبارک د واکمنۍ پرمهال دکړو درغلیو پلټنې کوي.

اعلا او ګمال وروسته له هغې ونیول شول چې تیره ورځ د مصر پخوانی ولس مشر حسن مبارک د زړه د ناروغۍ له امله د روغتون بیړنۍ څانګې ته ورسول شو.

دمصر سرکاري ټیلي ویژن په خپل یو خبر کې ویلي دوه اتیا کلن مبارک د شرم الشیخ یو روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوی دی .

ښاغلی مبارک د تیرې فبرورۍ په یوولسمه د واک نه د لرې کیدو وروسته په دغه سیاحتي ښار کې استوګنه لرله او تیره ورځ یې وروسته له هغې صحي وضع خرابه شوه چې پلټونکو ادارو ترې د مصر د مظاهره کونکو خلکو د وژلو او د ولسي پانګو د درغلیو په اړه پو ښتنې وکړې.

د خپلې واکمنۍ په وروستیو وختونو کې حسني مبارک د یو شمیر صحي ستونزو سره مخامخ و او دجراحۍ ځیني عملیات یې هم ترسره کړي وو .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG