د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایوري کوسټ کې جګړه ودروی.لورین باګبو


د عاج ساحل یا د آیوري کوسټ واکمن لورېن باګبو له نیول کېدو وروسته په دې هېواد کې د جګړې ودرولو غږ کړی دی.

نوموړی د هېواد په لوی ښار ابي ژان کې په خپل کور کې نیول شوی دی.

د لویدیځې افریقا په دې هېواد کې له څلور میاشتو راهیسې کړکېچ روان دی. په ولسمشریزو انتخاباتو کې باګبو ماتې خوړلې وه او الاسان وتارا دا انتخابات ګټلي ول خو باګبو خپله څوکۍ نه پرېښوده.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې نوموړی چا نیولی دی. د ده یو ویاند وايي چې فرانسویو سرتېرو نیولی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن د نوموړي د نیونې هرکلی کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG