د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیبیا له کورنۍ سره جګړې مخامخېدای شي


د لیبیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر موسا کوسا په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې خبرداری ورکړی دی.

نوموړی د معمر قذافي له رژیمه بېلېدونکی یو ډېر مهم کس دی. کوسا ویلي که ټولې خواوې د لیبیا د شخړې په کورنۍ جګړې کې د بدلېدو مخنیوی و نه کړي نو ښايي هېواد یې د صومالیه په څېر جګړه ځپلی شي.

د بي بي سي لپاره په یوه بیان کې د بهرنیو چارو پخواني وزیر پر لیبیايي وګړو د یو والي غږ کړی دی. کوسا د ۱۹۷۰ مې لسیزې راهیسې د قذافي نېږدې مشاور وو، وايي اوس د قذافي له رژیم سره هیڅ اړیکی نه لري.

د خپلې دندې تر پرېښودو وروسته دا د نوموړي لومړی بیان دی. برېتانیوي چارواکي وايي کوسا یې نیول نه دی خو له دې یې هم انکار کړی دی چې ګوندې د هغه له برېتانیوي چارواکو سره خبرې روانې دي. چارواکي دا هم نه وايي چې کوسا چېرې دی؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG