د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان پر تيلفون طلاق ورکولو باندې بندیز لګوي


د مشال مرکزي خبري څانګې رپوټ

ژباړه ملیحه امیرزاده


د تاجکستان مذهبي جرګګۍ اعلان کړې چې د هیواد مذهبي انتظامي چارواکي د موباییل پیغام یا د مېسېج له لارې په طلاق ورکولو باندې د بندیز لګولو فتوی جاري کوي.

دا ګام په داسې حال کې پورته کیږي چې د تاجکستان د نارینه ؤ په اړه شکایتونه زیات شوي دي. په دوي کې زیاتره روس ته د کار روزګار لپاره تللی وي او د تيلي فون او یا د موبیایل فون پر پیغام خپلو میرمنو ته طلاق ورکوي.

په تاجکستان کې د سني اسلامي دودونو له مخې سړي دا کولې شي چې یواځې درې وارې د طلاق ټکي استعمالولو سره خپلو ښځو ته طلاق ورکړي.خو د تاجکستان مذهبي مشران په دې باندې زور اچوي چې دومره په اسانه ودونه نه شي ماتیدلی.

د تاجکستان د دولتي مذهبي کمیټۍ مشر عبدالرحیم خلیقوف په خبره د هغوی د هیواد قانون دا نه مني چې سړی دې پر ټیلي فون خپلو ښځو ته طلاق ورکړي. نوموړي په دوشنبې کې خبریالانو ته وویل چې دا کار د هیواد د قانون او د اسلام خلاف دې. دولتي مذهبی کمیټۍ او د عالمانو شورا په دې مسلې باندې بحث کړې او ډیر زر به شورا د فیصلې اعلان وکړي.


د تاجکستان د اسلامي یونیورسټۍ مشر عمر علي نذر ذاده په خبره دا کار سم نه دی ځکه چې د ښځو او ماشومانو د حقونو سرغړونه کیږي . هغه په کورنیو باندې غږ وکړ چې خپل ودونه دې د ناکامۍ نه بچ و ساتي. خو دا یی زیاته کړه چې که بیا هم طلاق ته ډير ضروروت وي نو پکار ده ټول کار په درناوي او عزت سره سر ته ورسوي.


د ځایی وکیلانو په خبره د موباییل پیغام په طلاق سره ښځې او ماشومان له مالي پلوه بې وسه پاتې شي ځکه چې ښځې نه شي کولې د خپلو خاوندانو په اړه معلومات وکړي چې په بهرنیو هیوادونو کې کار روزګار کوي.

که څه هم په رسمي توګه د داسې طلاقونو شمیره نه ده څرګنده خو د ځایی میډیا په خبره د دې شمیره په سلګونو کې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG