د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګوادر کې د پاکستان نوې ستره لوبه




په برتانییا کې خپریدونکې ورځپاڼې ګارډین د بلوچستان په ګواردر بندر باندې لیکنه کړې او ویلي چې نن سبا نړیوالو د پاکستان شمال لورته د افغانستان سره په پوله تروریستې جګړې ته پام دی خو ددې هیواد بل لوري روانه شخړه چې مرکز د ایران او مکران ساحل ته پروت د ګوادر سیمه ده له پام غورځولې ده.

ګوادر او په پاکستان کې نوې لویه لوبه ددې سرلیک لاندې د ګاردین ورځپانې مقاله خپره کړې او لیکلي چې د پاکستان شمال لورته له افغانستان سره په پوله له ترهګرو سره جګړې ته د نړیوالو پام ډیر او له ایران او مکران ساحل سره پروت د ګوادر لانجې ته پام کم اړول شوې دې.

د مقالې لیکوال وایی ، اته کاله پخوا په پاکستان کې داسې خیال پیدا شو چې د ګواردر د کب نیونې دغه وړکې مرکز په یو لوې اقتصادي ، صنعتي او تجارتي مرکز بدل کړي چې د پاکستان او مرکزي ایشیا د تیلو او ګیسو سرچینو ترمنځ لاره او بندر جوړ شي .


دګارډین ورځپانې لیکواله رینا سعید خان وایی ، په دغه خوب یا خیال سمدستي کار پیل شو او د یو چینايی کمپنې لخوا یی د رغونې چارې پرمخ یوړل شوې سړکونه او ستر هوټلونه پکې جوړشول د کراچې او ګواردر ترمنځ لویه لاره هم جوړه شوه خو لیکوال زیاتوي، نن دغه سمندري بندر جوړ شوې او د بیړو د تګ راتګ لپاره تیاردې خو د ګټې وټې د یوه طلايي ښار پرځای ترې د پیریانو ښار جوړ دې.

داسې ځمکې لا هم تشې دي چې ټاکل شوې وه پکې ودانې جوړې شي .

په دې بندر باندې د چین هاربر انجینرینګ کپني ګروپ د شرکت لخوا کار پرمخ بوتلل شو ، د لیکوال په فکر چین هم غوښتل چې د مرکزي ایشیا د تیلو او ګیسو سرچینو ته لار ومومي او دې پروژې څخه د ځان په ګټه هم کارواخلي تردې پورې چې چین ، کشغر او ګورادر ترمنځ د ۳،۵۰۰ کیلو متره سړک جوړولو ته هم تیاره وه.

لیکوال وایی د اسلام اباد چین تربندره د کراکورم د لویې لارې په جوړولو کې هم د پاکستان له حکومت سره چین مرسته کوي او دا لاره له ګواردر سره هم نښلي.

د برتانوي ورځپانې ګارډین په مقاله کې راغلي چې په دې پروژې بیا د سیمې بل طاقت لرونکې هیواد هند اندیښنه لري ځکه هند نه غواړي چې چین پوځي استبلشمنټ دې عرب سمندر ته خوندي لار پیدا کړي.

د ګاردين په ورځپاڼه کې د سیمه ییزو خلکو په اړه راغلي چې ددغو خلکو هغه هیلې هم له خاورو سره برابرې شوې چې د ګواردر د بیارغونې او بیا له دې څخه د ګټې اخستلولپاره وې.
لیکواله د یوځاېې اوسیدونکي اصغرشاه له خولې وایی چې ځایي خلک دوی ددې لوې لوبې قربانیان دي.

په مقاله کې راغلي چې په ګواردر کې ډیر کله خلک ورکیږي او بیا وروسته يې مړي په یو نامعلوم ځاې کې موندل کیږي او دا پته هم نه لګول کیږي چې ددې وژنو ترشا د چا لاس دی.

د مقالې لیکوال وایی بلوڅ ملت پالان د ګواردر د جوړیدو او رغېدو خلاف دي دوی چې له کلنو راهیسې د پاکستان له حکومت سره د خپلې خپلواکې لپاره جګړه کوي ویره لري چې که دغه بندر جوړ او عصري شي نو دوې به په لږکیو کې راشي.


لیکوال زیاتوي دا نده معلومه شوې چې دغه بلوڅ ملت پالو ته ددې نښتو او نارامیو لپاره پیسې څوک ورکوي خو داسې ګونګوسې هم شته چې د دوې ملاتړ د هند لخوا کیږي.

دګواردرسیمه اوس د پوځ د سختې څارنې لاندې ده او سیلانیان هم دلته د ویرې څخه سیل نه کوي.

د مقالې لیکواله په اخره برخه کې لیکي چې ګوارد سلګونو کلنې راهیسې د قاچاق او انسان تښتونې یو مرکز ګڼل کیږي او منځنې ختیځ او نور اړوندو هیوادونو ته قاچاق کیږي.

دا نظرچې ګوادر په یوه کاروباري مرکز واړول شي او ددې له بندره د منځنۍ اسیا د تیلو او ګیس سرچینو ته لاره وموندل شي داسې ښکاري چې تر لیدونکي راتلونکې پورې دا د نړیوالو قوتونو ترمنځ چې په دې سیمه کې خپلې ګټې لري د جګړې په یوه ډګر اوښتې وه.او ښايي د لویو قوتونو ترمنځ ستره لوبه به په ۲۱ پېړۍ کې هم دوام ولري.
XS
SM
MD
LG