د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ترمل برېښنا کوټونه لګول کېږي.


د سکرو کاڼي (کویله) په بلوچستان کې د بجلۍ پیداکولو یوه لویه سرچینه
د سکرو کاڼي (کویله) په بلوچستان کې د بجلۍ پیداکولو یوه لویه سرچینه


د ملک د نورو سیمو په څېر په بلوچستان کي هم د بجلۍ کمي(لوډشیډنګ ) خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي او د خلکو احتجاجونو ته په کتو سره ،حکومت دې نتیجې ته رسېدلی چې په صوبه کي له کویلې څخه بجلي پیدا کونکي پروژې( ترمل پلانټس) شروع کړي.

او په دې لړ کې یې روانه اونۍ باقاعده اعلان وکړ چې د ترمل برېښنا کوټونو شروع کولو نیت لري.

دا وخت په سیمه کي خلک له اوبو څخه پیدا کیدونکې بجلي (هاییډروبجلي) کاروي.چي د کارپوهانو په اند نسبتا ارزانه پریوزي.خو دوي دا هم وایي،چي د کویلې (ترمل) بجلي له اقتصادي پلوه خلکو ته ارزانه پریوزي.

د بلوچستان د معدنیاتو د څانګي ډایریکټر او د دغه پروژې یو مشر،نصرت بلوڅ مشال ته ريډیو وویل،چي د کویټه الیکټریک سپلايي کمپني (کیسکو) او د حکومت تر منځ د لومړي پړاو خبري شوېدي،د هغه په خبره دا به یو څه وخت واخلي.

دی زیاتوي د ځایونو جاج اخیستنه، د کویلې مقدار مالومونه او د امن و امان د صورتحال څارنه،دا هغه خبري دي چي باید په پام کي و نیول شي او په دغه اړوند به مخته هم خبرې کوي.


دا چې بلوچستان ته د څومره بجلي ضرورت دی؟دلته کویله څومره بجلي پیدا کوي او دا پروژه به څومره وخت واخلي؟نصرت د دې پوښتنو په ځواب کي وویل،٫٫دا وخت خو دا بالکل په ابتدایي پړاو کي ده.پر بیلابیلو ځایو موږ ۵۰ـ۵۰ میګاواټه بجلي غوښتې ده او زموږ ټوله غوښتنه ۱۰۰۰ یا ۱۲۰۰ میګاواټه بجلي ده او دا به د ضرورت لرونکو سیمو د پاره بس وي.٬٬

د پریکړي له مخه،ترمل پلانټونه به د صوبې په ۳ ضلعو کوټه،لورالایي او کچي کي و لګول شي.

بلوچستان له کویلې او نورو معدنیاتو ډکه صوبه ده او د کارپوهانو په نظر، حکومت ته به ددغه پروژو ترسره کول دومره ګران نه وي.او خپله د صوبې خلکو له حکومته غوښتنه کړې ده چي د خپلې اعلان کړې فیصلې عملي کړي.د دوي په وینا،دا پروژه په رښتیا هم د دوي ستونزې ختموی شي.
XS
SM
MD
LG