د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سند صوبې د کورنيو چارو وزير لېرې کړی شو


ذوالفقار مرزا د سیند کابینه کې یو خولور وزیر ګڼل کېدی.
ذوالفقار مرزا د سیند کابینه کې یو خولور وزیر ګڼل کېدی.

ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ

د سند صوبې د کورنيو چارو وزير ډاکټر ذولفقار مرزا څخه دهغه د وزارت واک واپس اخيستل شوی دی ،اوس په دغه واک د سند صوبې د وزير اعلی سره وي ،شرجيل مېمن د سند صوبې د اطلاعاتو زير وټاکل شو.


ددې اعلان تېر ماښام ګورنر هاوس کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته په وينا د سند صوبې وزير اعلی سيد قايم علي شا په يو بيان کې وکړه.

نوموړي وويل چې ډاکټر ذولفقار مرزا روغتيايي ستونزې لري او غواړي یو بهرني ملک ته د علاج لپاره لاړ شي نو دهغه څخه دهغه سره موجود ددريو وزارتونو د کورنيو چارو وزارت،د جېلونو وزارت او د ځنګلونو د وزرات واک واخستل شو.

نوموړي زياته کړه ،، د کورنيو چارو د وزير د رخصتۍ درخواست منظور کړی شو او هغه د علاج او معاينې دپاره بهر ملک ته تلل غواړي ،د کورنيو چارو وزارت او د نورو وزارتونو واک به د ماسره وي او ددې نوټيفيکشن به هم جاري کړی شي ،،


د سند صوبې د کورنيو چارو پخوانی وزير ډاکټر ذولفقار مرزا د صدر اصف علي زرداري له نزدې ملګرو څخه ګڼل کيږي ،هغه د پيپلز ګوند د سند صوبې مرستيال مشر هم دی، د ذولفقار مرزا مېرمن ډاکټره فهميده مرزا د قامي اسمبلۍ د سپيکر چارې پرمخه بيايي ـ


د ذولفقار مرزا د وزارت په موده کې کراچۍ کې د هدفي وژنو په اړه د نوموړي ځېنې بيانونه د حکومت په مرکز او صوبه کې اتحادي ګوند ايم کيو ايم د مرورتيا سبب ګرځيدلی وو.

ايم کيو ايم په هغه د پيپلز امن کيمټۍ په نوم ډلې د سرپرستۍ تورونه لګول ، په دې ورستيو کې ايم کيو ايم ښاغلي مرزا د کورنيو چارو د وزارت له چوکۍ د لېرې کولو غوښتنه کړې وه.


بل خوا په سند کابينه کې د تېرې څه مودې راهسې د اطلاعاتو وزارت خالي و،ددغه وزارت واک شرجيل مېمن ته ورکړل شوی دی ، شرجيل مېمن په دغه وزارت نومول شوی پنځم تن دی.

نوموړي د خپل وزارت لوړه تېر ماښام پورته کړې،هغه ددې نه وړاندې د پيپلز پارټۍ د سند صوبې د اطلاعاتو سيکرټر وو.
XS
SM
MD
LG