د لاسرسي ځای

تازه خبر

به کوټه کې د ډي آی جي پر کور ځانرګۍ برید یو مړ لس ژوبل



په کوټه کي یوه ځانمرګي بم برید کوونکي یو تن وزلی او شاوخوا لس نور یې ژوبل کړي دي. برید نن سهار څه کم اته بجې د پولیس لاين په سیمه کي د ډي. آی. جي انویسټيګیشن وزیرخان ناصرپرکورشوی دی.

پولیس وايي ،ددغه ځانمرګي برید هدف وزیرخان ناصروو چې پکې دی ،د هغه زوی زبیر او د هغه کوشنۍ لور لاییبه هم ټپي شوي دي.او د هغه ساتونکی وژل شوی دی.په برید کې د ډي ای جي د کور په ګډون شاوخوا نيژدې ودانیو او دوکانوته هم زیان رسېدلی دی.

یو ه عیني شاهید محمداخلاق دپېښي په اړه د مشال خبریال نورناصر ته وویل، دهغوی کور دپېښي له ځايه پر یو څه واټن دی ،دی وايي،چي چاودنه وشوه زه سکول ته دتلوپه تیاري لګیا وم چې د یوې زورورې چاودني ږغ مې واورېدی .زما ورور وحیدخان په هم دې کي ژوبل شوی دی. ددوي په کور مي حال نشته چي څومره پکې ټپیان دي.

دهمدې پېښي په اړه سي سي پي او داود جونیجو دپېښي پرځاي رسنیوته وویل دپېښي له ځايه ورته دبریدکوونکي سر،دبدن ټکړې ورته په لاس ورغلې.

داودجونیجو د وزیرخان ناصر دروازه او دکوردیوال دهغه لویه ساتنه وبلله.او وايي که دا تحفظ نه وای، مرګ ژوبله به یې زیاته رامنځته کړې وه.دی وايي،٬٬دپېښي په ځاي کي ديوه کس دبدن ځینې برخې موندل شوې دي.دهغه په بدن کي دځانمرګي جيکټ تارونه لګېدلي دي.له دې څخه څرګندېږي، چي دې کس خپل ځان الوزولی.له دې سره څودمارټرګولې هم موندل شوې دي.٬٬

په دې صوبه کي مخکې تردې په وزیراعلی بلوچستان نواب اسلم رئیساني ، دخزانې په وزیرمیرعاصم کردګيلوهم ځانمرګي بریدونه شوي. اودا لومړی ځل دی چي دپولیسويولوړپوړی چارواکی یې په نخښه شوی دی.
XS
SM
MD
LG