د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آیوري کوسټ ایسارول شوې ولسمشر لارین باګبو خبرو ته غاړه ايښې



فرانس او ملګري ملتونه وایی د آیوري کوسټ ایسارول شوې صدر لارین باګبو د خپل واک پریښودلو پر سر په شرایطو خبرې اترې له هغې ورسته کوي چې د خپلو مخالیفینو تر سخت فشار لاندې راغلی دی. خو تر اوسه د واک سپارلو په اړه څه فیصله نه ده شوې.

بلخوا نوموړې په بیا بیا خپل ځان د نومبر د انتخاباتو کامیاب امیدوار ګڼي.

هغه په ټي وي کې د یوې مرکې پر مهال دا ويلي هیڅ اراده نه لري چې واک به د مخالفه ګوند مشر ایلاسان اوواتره ته و سپاري .

نوموړې سره د خپلې کورنۍ په ابيژان کې د خپل کور په تېخانه کې پناه اخیستې. چې د رپورټونو تر مخه د ایلاسان اوواتره پلو ځواکونه ددې ځای نه ګېر چاپېره ولاړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG