ملک ګلي شاه د خیبر قبايلي سیمې د کوکي خيلو د قبيلي يو مخه ور مشر وو. او غوښتل یې چي د جرګو او مرکو له لاري په دغه سيمه کي امن راشي او په دې موخه یې په دغه سيمه کي له هغه ټولو ښکېلو وسله والو ډلو سره د امن جرګي پيل کړې وې چې په سيمه کي د امن خرابولو ذمه وارې ګڼل کيږي.
.په ۲۰۰۹ کال د جون په ۳۰مه نيټه ملک ګلي شاه کوکي خيل د خپلو دوه ساتونکو سره یو ځای د خيبر په ټيډي بازار کي د نامالومه وسله والو لخوا ووژل شو.
له دي مخکي هم په ملک ګلي شاه دوه بريدونه شوي وو د هغه د وژنې تر شا سببونه څه وو په ٬٬ سپیځلي خلک٬٬ پروګرام کې به یې واوری چې کوربه یې مجيد بابر دی .