د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د شوکې او ناامنۍ پر ضد هړتال


په کراچۍ کې دوکانونه د هړتال له وجې بند دي
په کراچۍ کې دوکانونه د هړتال له وجې بند دي

ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ

د پاکستان په لوي صنعتي ښار کراچۍ کې د مشکوکه شوکمارانو پر ضد سوداګرو د هړتال اعلان کړی دی. له دې اعلانه وروسته د ښار واړه او لوي سوداګر په دوو ډلو ويشل شوي دي.
د کراچۍ چېمبر آف کامرس د هړتال اعلان بیرته اخيستی دی خو واړه کاروباريان وايي چې نن يې خپل کاروبارونه بند کړي دي ـ سياسي ګوندونو عوامي نېشنل ګوند ، ايم کيو ايم ، جماعت اسلامي او سني تحريک هم د سوداګرو لخوا د اعلان شوي هړتال ملاتړ کړی دی.
د کراچۍ چېمبر اف کامرس پخواني او د سوداګرو د اتحاديې اوسني مشر سراج قاسم تيلي خبري غونډې ته ويلي چې سوداګر به هرتال نه کوي بلکه په پولوګروانډ کې به جمع کيږي او په دې توګه به شوکمارانو پر ضد خپل احتجاج کوي.
نوموي ویلي ،ً مونږ د مرکزي او صوبايي حکومتونو ، پوليسو او قانون پلي کوونکو ادارو له چارواکو سره په تماس کې يو چې له سوداګرو څخه د شوکمارانو ، د سوداګرو د تښتونې، هدفي وژنو او په ښار کې د نا امنۍ د زياتو شوو پېښو مخه دې ونيسي ً .
قاسم تيلي زياته کړېده چې سوداګرو حکومت ته ۱۰ شرطونه يښي دي چې که حکومت تر ۱۲م اپريل پورې دغه شرطونه ونه منل نو داسې هړتال به کیږي چې ټول کاروبارونه به کنګل شي ـ
هغه زیاته کړېده ، زموږ سياسي موخې نشته او نه مو له کوم سياسي ګوند سره تعلق شته خو په دې توګه غواړو چې د بته اخيستونکو په وړاندې خپل احتجاج وکړو ـ نوموړي تور پورې کړ چې سياسي ګوندونه د ښار د امن په ورانولو کې لاس لري.
بل لور ته د ټولې کراچۍ د تاجرانو اتحاد د کراچۍ چېمبر اف کامرس د دې پريکړې مخالفت کړی دی ـ د دې اتحادیې مشر عتيق مير خبري غونډې ته ويلي دي چې کراچۍ چېمبر اف کامرس د حکومت د فشار له کبله د هرتال اعلان بیرته اخيستی دی ـ
عتيق مير وويل، چې وړو کاروباريانو نن خپل کاروبارونه بند کړي دي ،، حکومت دې د کراچۍ د مارکيټونو لپاره داسې کوټلي ګامونه پورته کړي چې له وجې يې قانون مضبوط شي،عدليه چې اوس هم په ټيټه سطحه ده دهغوۍ واک زيات کړی شي ،پوليسو ته داسې واک ورکړل شي چې عام سړي ته ترې فايده ورسي او په همدې موخه مو دا هرتال اعلان کړ،،

هلته بيا د کراچۍ د ټرانسپورټ اتحادې هم له حکومته غوښتنه کړې ده چې د تېلو په نرخونو کې د زياتوالي وروسته دې په کرايو کې هم د زياتوالي اعلان وکړ، د اتحا دیې مشر ارشاد بخاري په خبره که حکومت په کرايو کې د دريو نه تر څلورو روپو پورې زياتوالی اعلان نه کړو نو ټول ټرانسپورټران به د اپريل په دولسمه نېټه کاربنديز وکړي.
XS
SM
MD
LG