د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې تعلیمي پرمختګ د برتانییا په ګټه دی.کېمرون


د برتانییا وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال یوسف رضا ګیلاني سره ګډ خبري کنفرانس کوي
د برتانییا وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال یوسف رضا ګیلاني سره ګډ خبري کنفرانس کوي


د برتانییا وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال یوسف رضا ګیلاني سره په خپله یوه ورځنی دوره کې د لیدو وروسته له هغه سره یوځای خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل، چې پاکستان یو داسې هیواد دی چې د هغوی ګټې ورسره تړلې دي.


ډیویډ کېمرون وویل، برتانییا په پاکستان کې پرمختګ او بریالیتوبونه لیدل غواړي.او په دغه هیواد کې په تعلیمي برخه کې پانګونه کوي چې شاخوا ۴۰ لکه ماشومانو سره په زدکړو کې مرسته وشي.د نوموړي په خبره دا د برتانییا په ګټه ده چې پاکستان له تعلیمي واقتصادي او هنري پلوه پرمختللی وي چې په راتلونکې کې یو ځای کار ورسره وکولای شي.هغه وویل که پاکستان ناکامه شو نو په دې سره به هجرت زیات شي ترهګري او تندلاریتوب به وده وکړي او موږ دا دلته لیدل نه غواړو ځکه خو له پاکستان سره زمو ګتې تړلې دي.

د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني هم په خپل وار په تعلیمي برخه کې د برتانوي مرستو مندوینه او ستایینه وکړه او زیاته یې کړه چې په پاکستان کې د ترهګرۍ او تندلاریتوب سببونه بې علمي ده.ځکه خو تعلیم ته زیات ارزښت ورکوي.او په ځانګړې په قبایلي سیمو ،د پنجاب جنوبي برخو او لرې پرتو سیمو کې تعلیم پر مخ بیایو.

په خبري کنفرانس کې په برتانییا کې مېشت د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف پاکستان ته د سپارلو د پوښتنې په ځواب کې د برتانییا وزیراعظم وویل چې ،برتانییا او پاکستان د مجرمانو سپارلو تړون نلري او که چېري پاکستان ورته د هغه د سپارلو رسمي وارنټ جاري کړي نو غور پرې وکړي.

د برتناییا وزیراعۍم د افغانستان په اړه وویل چې له پاکستان سره هلته د ترهګرۍ ضد جګړې په حواله شریکې ګتې لري.


د برتانییا وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفارتي اړیکو تر سړېدو نهه میاشتې وروسته د پاکستان په سفر دی.

د دواړو ملکونو اړیکي هغه مهال ساړه شول چې ډېوېډ کیمرون په هېند کې د پاکستان چارواکي تورن کړل چې له خپل ملکه د ترهګرۍ د برامدولو پر ضد په مبارزې کې په شدت سره پاتې راغلي دي.

د ۲۰۱۰ ز کال پر مهال د خپلې څوکۍ له سمبالولو سره دا د کیمرون لومړی دفتري سفر دی چې پاکستان ته یې کړی.
XS
SM
MD
LG