د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپريل له پنځمې نېټې په ټول پاکستان کې کور شميرنه پېلېږي.


په کراچۍ کې د کورشمېرنې د سیمینار برخوال
په کراچۍ کې د کورشمېرنې د سیمینار برخوال


ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ


داپريل مياشتې له پنځمې نېټې په ټول پاکستان کې د کور شمېرنې لړی پېلېږي چې تر ۱۹م اپريل پورې به دوام ولري.

کورشمېرنه کې د برخې اخيستو او ددې د اهميت په اړه د کراچۍ ښار په پښتنو کې د شعور بيدارولو په موخه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په کوربه توب کې سمينار جوړ شوی و،چې پکې د پيپلزپارټۍ،عوامي نينشنل پارټۍ،مسليم ليګ ن ،جماعت اسلامي کې شامل پښتنو مشرانو او د اتحادنو استازو برخه واخيسته.

سمينار ته وينا کونکو ويل ، هر څوک وايي چې کراچۍ د پښتنو لوی ښار دی خو د کراچۍ پښتانه په مردم شمارۍ او خانه شمارۍ کې دلچسپي نه لري نو ځکه ددوي ليکل شوی شمير بيخي کم دی.

ددې سيمينار د ارزښت په اړه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوباي مشر اکرم شاه مشال ريډيو ته وويل چې نه يوازې کراچۍ بلکې په ټول ملک کې د پښتنو سره د مردم شمارۍ ،د ووټونو د راجسټر کولو او شناختي کارډ په لړ کې زياتی روان دی.

دی وايي،چونکې خانه شماري ډېر اهم شی دی او هغه ځکه چې مردم شماري ،"د ووټونو ليسټ ،حلقې جوړونه او ټول ژوند په دې پورې اړه لري نو ځکه مو ددې اړتيا محسوسه کړه چې کراچۍ کې د ميشت ټولو ګوندونو د پښتنو مشرانو ،د بېلابېل اتحاونو او سماجي تنظيمونو کې د شته پښتنو غونډه راوبلو "

اکرم شاه زیاتوي،دا يوه کامياب سمينار و،دې کې سياسي ګوندونو او اتحادونو کې شامل پښتنو مخورو نه واخله تر پښتنو ډاکټرانو ،وکيلانو،دانشورانو او د سماجي ډلو پورې اړونده تنظيمونو استازو برخه واخيسته ،زموږ دا سمينار يوازې په يوه نقطه و،او هغه دا چې د ښار په مختلقو برخو کې ميشت پښتنو کې خانه شمارۍ کې د برخې اخيستو په اړه شعور رابيدار کړو،،

نوموړي زياته کړه چې هڅه به کوي چې پښتانه ټول په ټوله دې خانه شمارۍ کې ځان رجسټر کړي او هيڅ يو کور په دې شميرنه کې له برخې اخيستو پاتې نشي ـ

سمينار په دويمه برخه کې د ټولو ګوندونو د استازو لخوا يوه ګډه کميټي جوړه کړې شوه چې پکې د هر يو ګوند دوه دوه استازي شامل وي ـ د کميټۍ غړي به د خپلو کارکنانو په مرسته کوڅه کوڅه ګرځي ،په لاوډسپيکر و به اعلانونه کوي او په دې توګه به خلک په خانه شمارۍ کې برخې اخيستو ته هڅوي.

د سمينار د وينا کونکو په خبره ، چې کراچۍ کې ميشت د نورو قامونو په څېر پښتانه هم يو قام دی ،او پښتانه هم په دې ښار دومره حق لري څومره چې يې نور خلک لري او د خپل حق اخيستو اولنی پاټکی دادی چې پښتانه خانه شمارۍ کې برخه واخلي او خپل وجود ثابت کړي .

سمينار کې پريکړه وشوه چې په راتلونکي کې به هم په ښار کې ميشت پښتنو ته د نورو ورپېښور ستونزو په اړه هم دغه ډول سمينارونه او غونډې کوي.
XS
SM
MD
LG