د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې نن هم مظاهرې وې


په افغانستان کې نن په څلورمه ورځ هم په امریکا کې د یوه پادري له خوا د قران د نسخې د سېزلو له کبله مظاهرې روانې دي.

د لغمان ولایت د پولیسو مشر عبدالعزیز غرنی وايي د ولایت په مرکز مهترلام کې په سلګونو مظاهره چیان راغونډ شوي ول او پولیس یې په کاڼو ویشتل.

پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره هوايي ډزې کړې دي. په تېرو درو ورځو کې د افغانستان دننه د مظاهرو پر مهال لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي، چې په کې د ملګرو ملتونو اووه بهرني کارکوونکي هم ول.

د تېرې میاشتې په شلمه نېټه د امریکا په فلورېډا ایالت کې یوه پادري قران سېزلی وو، چې له کبله یې په افغانستان کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې پیل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG