د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قازقستان ولسمشر نور سلطان نظر بایییف په ټاکنو کې بریالی شو




په قازقستان کې د ولسمشریزو انتخاباتو پر مهال نور سلطان نظر باییف یو ځل بیا بری تر لاسه کړی دی او تر راتلونکیو پینځو کالونو د هېواد مشر ټاکل شوی دی.

د منځنۍ اسیا په دې هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د نور سلطان نظر باییف سیالي ډېره کمه شوې ده.

د هېواد د ټاکنو کمېسون وايي ۷۰ کلن نظر باییف ۹۵،۵ فیصده رایې ترلاسه کړې دي. تر دې مخکې کمېسون ویلي وو د یکشنبې په ورځ په شویو انتخاباتو کې ۹۰ فیصده خلکو خپلې رایې کارولې دي.

درې نور کسان هم د ولسمشرۍ څوکۍ ته ولاړ ول، او دوی په ښکاره د نظرباییف د واکمنۍ ملاتړ کړی وو او په ټاکنو کې د دوی برخه اخیستل یواځې علامتي وو.

د مخالفو ډلو سیاسي قواوو له انتخاباتو پرېکون اعلان کړی وو او دې ته یې دوکه ویلي وو. نظرباییف له تېرو شلو کلونو راهیسې د قازقستان ولسمشر وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG