د لاسرسي ځای

تازه خبر

قذافي د حل لاره لټوي


یونان اعلان کړی دی چې د لیبیا واکمن معمر قذافي حکومت د دې هېواد د شخړې پای ته د رسولو په ترڅ کې لاره لټوي.

د قذافي د حکومت د ځواکونو او د یاغیانو تر منځ له مودې راهیسې نښتې روانې دي. هلته امریکا سلا شوې ده چې د قذافي پر اهدافو به لږ تر لږه د نن لپاره هوايي بریدونه وکړي ځکه چې ناټو ترې غوښتنه کړې وه، او ناټو دا مهال د هوايي کیمپېن مشره ده.

تېره ورځ د یونان په پلازمېنه ایتنز کې د قذافي استازي عبداللتي العبیدي د یونان له وزیراعظم جورج پاپاندریو سره خبرې وکړې. د یونان د بهرنیو چارو وزیر دېمېترېس دروتساس تر غونډې وروسته وویل، داسې ښکاري چې قذافي د حل لاره لټوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG