د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږي


دسوات سيدوشريف ضلعي مشر ډي سي او کامران رحمان څاڅکي لګولو کمپین پیل کړ
دسوات سيدوشريف ضلعي مشر ډي سي او کامران رحمان څاڅکي لګولو کمپین پیل کړ


نيازاحمدخان مشال ريډيو سوات

په سوات کې د صحت محکمې لخوا د ګوزڼ ناروغي د مخنیوي په موخه دروانې مياشتې له څلورمې نيټې نه څلوروځنې پوليومهم شورو شو.

دا ګوزڼ څاڅکو ورکولو دا مهم ځکه هم پېل شوی چې په سوات کې د ګوزڼ یو شمیر ناروغان پیدا شوي دي چې سبب یې په لرو پرتو کلیوالو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه وو ورکول شوي.

داځل به دسوات ۶۵ يونين کونسلونو کې ۳۸۰۰۰۰ نه سيوا دپينځوکالو نه کم عمره ماشومانوته دغه څاڅکي ورکول کيږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې یوه استازي ډاکټرمحبوب مشال ريډيو ته وویل چې د پولیو څاڅکي به یوازې په سوات کې ماشومانو ته ورکول کېږي په نورسيمو کې دا کمپین نشته .دی وايي،د څاڅکي ورکولو ډلې به کورپه کور ګرځي او کوم ماشومان چې پاتې شې د هغو له پاره په څلورمه ورځ به خصوصي مهم پيلوي او دده په خبره چې په دې لړکې مقامي مذهبي پوهان هم له دوی سره پوره مرسته کوي.

دغه خصوصي مهم چلولو په اړه دسوات ضلعي محکمه صحت مرستيال ډاکټر منيب مشال وايي ،په سوات کې په خصوصي توګه دمهم ځکه چلوي چې د سیمې په ځینو برخو کې کې لا هم د ګوزڼ وایرس موجوددی

دسوات ضلعي مشر ډي سي او کامران رحمان سيدوشريف کې ددغه مهم باقاعده پرانسته وکړه .هغه وویل اوئيل چې ضلعي انتظاميه دمحکمه صحت غړو سره په دغه لړکې پوره پوره مرسته کوي او دوی تمه څرګنده کړه چې سږ کال به سوات د ګوزڼ (پوليو) وایرس څخه په مکمله توګه پاک شي.
XS
SM
MD
LG