د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند په لښکر ګاه کې ځانمرګی برید درې تنه ژوبل


نن غرمه د افغانستان د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې دې ولايت د
ا ستيناف محکمې ودانۍ مخې ته ځانمرګى بريد شوى چې درې كسان پكې ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي د پېښې د تاييد ترڅنګ وايي چې ځانمرګي بريدكوونكي غوښتل د محكمې ودانۍ ته ننوځي، خو د پوليسو له خوا په نښه او وويشتل شو.
د احمدي په خبره ځانمرګي بريدكوونكي دوه كسان وو، چې يو يې په ټپي حالت كې د پوليسو له خوا نيول شوى او د چاوديدونكو توكو ډك واسكټ ترې ايستل شوى دى.
احمدي زياتوي، په دې پېښه كې يو پوليس او دوه عام وګړي ټپيان شوي دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG