د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قازکستان کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ نتیجې ښاي چې نورسلطان نظربایف به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د دې هیوادولسمشر وي.


په قازکستان کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ نتیجې ښاي چې نورسلطان نظربایف به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د دې هیواد ولسمشرۍ ته دوام ورکړي.


د منځنۍ اسیا په دې هیواد کې د ولسمشرۍ لپاره درې نورکانډیدان هم شته خو یو هم پکې داسې نه ښکاري، چې نورسلطان نظربایف ته دي ماتې ورکړي. نوموړی له تېرو شلو کلونو راهیسې د دې هیواد ولسمشري کوي.


په دې هیواد کې اپوزېشن تر خپل وخت دوه کاله مخکې ترسره کېدونکې په دغه ټاکنو نیوکې کړې، او له خلکو نه یې غوښتي چې رایه وانه چوي .


په قازکستان کې دا ولسمشریزې ټاکنې له هغه وروسته ترسره کیږي چې د هیواد قانوني شورا د هغې نظر پوښتنې وړاندیز ونه منې ، چې تر ۲۰۲۰م کال پورې د ولسمشر نظربایف د ټاکلو لپاره ترسره کېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG