د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په امریکا کې د قران د سوځولو غندنه کړېده.




د امریکا ولسمشر باراک اوباما په امریکا کې د قران د سوځولو غندنه کړېده.

له سپینې ماڼۍ نه په خپاره شوي بیان کې ولسمشر باراک اوباما ویلي د قران په ګډون د هر سپېڅلي کتاب بې حرمتي کول د تعصب او تنګ نظرۍ عمل دی.

بیان زیاتوي چې د قران سوځونې ته په غبرګون کې پر بې ګناه خلکو برید کول او هغوي وژل یو تېری دی.


بل پلو د دې پېښې په غبرګون کې په افغانستان کې راپورته شوی تاوتریخوالی دوام لري، او نن هم په کندهار او جلال اباد کې لاریونونه شويدي، چې ګډون والو یې د امریکا او افغان ولسمشر حامد کرزي پر ضد شعارونه ورکړي دي.


د دې تاوتریخوالي په لړ کې تر شلو زیات کسان وژل شوي دي، چې د ملګرو ملتونو هغه اووه تنه هم پکې شامل دي، چې د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د مزار شریف په ښار کې ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG