د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګري د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن دی.وزیراعظم ګیلاني


وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني وايي له افغانستان او هند سره خپل اړیکي لا ښه کول غواړي.
وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني وايي له افغانستان او هند سره خپل اړیکي لا ښه کول غواړي.
د پاکستان وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي ترهګري د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن دی او ددې لپاره پکار ده چې دواړه هیوادونه د خپل دښمن په ګډه مقلبله وکړي.

دی زیاتوي د پاکستان قبايلي سيمې د ترهګرۍ له وجې ډيرې ځپل شوېدي ادده په خبره ځکه خو د دوی حکومت دغه سيمو ته ډيره پاملرنه کوي.


يوسف رضا ګيلاني دا خبرې د هند له یوه ورځني سفر وروسته سېنېټ ته په خپله وینا کې وکړه.

دی وايي ،((زه دا په یقین سره ویلای شم چې افغانستان هم په لومړي ځل په دا خبره پوه شوی دی چې دافغانستان او پاکستان یو دښمن دی او هغه ترهګري ده.او دواړه هیوادونه په دې پوه شوي دي چې د ترهګرۍ له لاسه ورته ډېر زیان رسېدلی دی.او اوس په دې پوه شوي دي چې د ترهګر پر ضد یو موټي مبارزه وکړي))

وزیراعظم د قبایلي سیمو په اړه وویل چې ترهګري ورته ډېر زیات زیان رسولی او د دوی حکومت ددغه سیمو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي.دی وايي ځکه خو یې د لوبو وزارت قبایلي سیمو ته ورکړی چې هلته د ترهګرۍ له لاسه د سیمې خلک د سپورټ په دګر کې برمختګ وکړي او ددغه سیمو د بې کورشویو خلکو د بیا ابادلو لپاره هم ځانګړي ګامونه واخلي.

دی وايي هند ته د هغه سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د روغې جوړې بهیر بیرته بحالو لپاره لاره هواره کړې او تمه یې وښوده چې پاکستان او هند د لوبو له لارې خپل تاوتریخوالی کمولای شي.

وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني وویل د دوی حکومت هڅه کوي چې له افغانستان او هند سره خپل اړیکي لا ښه کړي.
XS
SM
MD
LG