د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانانو د هیله منۍ لاملونه: واشنګټن پوسټ


سرچینه واشنګټن پوست
ژباړه پامیر ساحل


د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او اې بي سي نیوز ټیلي وېژن یوه نظر پوښتنه ښيي چې په درو کې دوه امریکایان دا فکر کوي چې په افغانستان کې جګړه کول نه دي په کار. د دې فکر په شا د خلکو هغه نا امیدي ده چې نظر لري دا جنګ نشي ګټل کېدای. خو د واشنګټن پوسټ په خبره پخپله افغانان بېل نظر لري او هیله من دي. د افغانانو د راتلونکې په اړه د ښه نظر لرلو وجې څه دي؟

د دې ځواب د نظر پوښتنې له بېلا بېلو برخو میندل کېدای شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په عمومي ډول افغانان، د امریکایانو په پرتله، د خپلې راتلونکې لپاره هیله من دي. د نومبر په میاشت کې شوې یوه نظر پوښتنه ښيي چې ۵۹ فیصده افغانان په دې اند دي چې هېواد یې په سم لوري روان دی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسې نن د تېرو پینځو کالونو پرتله ښه ژوند لرئ؟ ۶۳ فیصده افغانان وايي، هو.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خبره امریکایان د افغان ولسمشر حامد کرزي په اړه وايي چې ناقانونه دی، د خپلې دندې وړ نه دی، او په اداري فساد کې لاس لري. دا امریکایي وګړي فکر لري چې امریکايي او ناټو ځواکونه له ناکامۍ سره مخامخ دي، دوی افغان ځواکونه په اداري فساد کې ککړ بولي او د سیالۍ جوګه یې نه ګڼي.

هلته بیا په ټولیز ډول ۶۲ فیصده افغانان د حامد کرزي د حکومت ملاتړي دي، او ۸۲ فیصده خلک حامد کرزي ته په ښه سترګه ګوري. د نظر پوښتنې ترمخې دا سمه ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو سرتېرو ملاتړ کم شوی دی، خو اوس هم ۶۲ فیصده افغانان یې ملاتړي دي. په لسو کې نهه افغانان طالبانو ته په ښه نظر نه ګوري او نه یې خوښوي. او په لسو کې اته افغانان په افغان ملي اوردو باور لري.

ورځپاڼه کاږي، په ۲۰۰۱ ز کال کې چې امریکا په افغانستان کې طالبان له واکه لرې کړل نو تر هغې وروسته د افغانستان ناخالصه ملي ګټه درې چنده زیاته شوې ده. دا هم ریښتیا ده چې د افغانستان د اقتصادي ودې بنسټ ډېر ټيټ دی خو هر کال د چین په سرعت اقتصادي وده کوي.

په ۲۰۰۱ کې شا و خوا یو میلیون افغان ماشومان په ښوونځیو کې ول او په دوی کې زیاتره هلکان ول، خو سږ کال له اته میلیونه زیات ماشومان ښوونځیو ته ځي، چې یو په درې برخه یې نجونه دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي شا و خوا ۸۰ فیصده افغانان د روغتیا بنیادي اسانتیاوو ته لاس رسی لري او د ماشومانو د مړینې کچ هم یو په درې راغورځېدلی دی.

ورځپاڼه د نظر پوښتنې تر مخې لیکي زیاتره افغانان په خپل هېواد کې له اداري فساده ګیله من دي خو دوی بیا خپل حکومت د سویټزرلینډ له هغه سره نه پرتله کوي. دا افغانان چې کله خپلو ګاونډیو یانې اوزبکستان، چین، پاکستان او ایران ته ګوري نو په هغو نظامونو کې ورته د خپل هغه پرتله ډېر کم احتساب ښکاري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوي په هېلمند ولایت کې ژوند عادي حالت ته په ستنېدو دی او بازارونه بیا پرانیستل شوي دي. په دې ولایت کې له پینځو درې افغانان وايي چې اوس ښه اقتصادي موکې لري، پخوا په پینځو کې یواځې یو کس داسې نظر لره.
XS
SM
MD
LG