د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ ډلې وايي خپل تري تم خپلوان غواړي


د بلوڅ مشکوکه ناپېژندلو پاڅونکو مړي اکثره د وژل کېدو وروسته پر دښتو غورزول کېږي
د بلوڅ مشکوکه ناپېژندلو پاڅونکو مړي اکثره د وژل کېدو وروسته پر دښتو غورزول کېږي

په بلوچستان کي دلادرکه بلوڅوکورنیواعلان کړی دی، چي له دوم اپریل څخه به په اسلام آبادکي لس ورځنی احتجاج پیلوي. اودسپریم کورټ،قامي اسمبلۍ اوسینیټ مخي ته به احتجاجي کمپونه جوړه وي.

لادرکه بلوڅوکورنیواو دوائيس فاربلوچ میسنګ پرسنز غړيوپه کوټه کي څوورځنی احتجاج ختم کړی،او زیاتوي داپریل له دومي نېټې څخه به اسلام اباد ته د ټرین مارچ او په څلورمه نېټه به هم هلته احتجاج پيلوي.

ددې خبري اعلان تېرماځيګرپه يوه خبري غونډه کي دوائيس فاربلوچ میسنګ پرسنزمشرنصرالله بلوڅ وکړ، چي دلادرکه بلوڅودځيني کورنیوغړي هم ورسره وو.

دی زیاتوي،((موږ به په دوم مارچ دلادرکه بلوڅوله کورنیوسره داسلام پرلور ټرین مارچ کوو.اوهلته به دسپریم کورټ، نړۍ والوادارو او بشري حقوقودادارو پام دې ته را اړوو چي دلادرکه بلوڅو خراب شوي مړي موندل کېږي. اوهم هلته به دسپریم کورټ،قاميٍ اسمبلۍ ،سینیټ مخي ته احتجاج او دنیشنل پریس کلب اسلام ابادمخي ته دنه خوړلوپه احتساب لاس پوري کوو))

دیادشوي سازمان دنوموړي مشرپه ویناپه تېرو اتو میاشتو کې د ۱۲۵ لادرکه بلوڅوخراب شوي مړي موندل شوي، چي دده په وینادلادرکه کسانوکورنی يې اندېښمني کړې، چي هسي نه ددوي دخپلوانوهم په مرمیوسوري شوي یاخراب شوي مړي وموندل شي.

نصرالله بلوڅ زیاته کړه له ډېري مودې راهیسي يې پرامن احتجاج کړی، لاکن دده په ویناتردې دمه هیچاهم ددوي ږغ وانه ورېدی،((دلادرکه بلوڅوخپلوان له تېروڅوکلونوراهیسي په احتجاج دي، لاکن له دې باوجود دغه انساني ستونځه نه هم حل شوه، اونه پرې چاغور وکړ.ځکه موږ له بین الملل،ایمنسټي انټرنیشنل، او دبشري حقوقوله څانګي څخه غوښتنه کوو، چي دلادرکه بلوڅودستونځي دهواري لپاره دي خپل کردار ادا کړي))

بلي خواته دصوبې دکورنیوچارو سیکرتراکبرحسین دراني وایي دمرکزي حکومت له خواجوړ شوي کمیسیون تردې وخته له پنځوسو زیات لادرکه کسان موندلي، او ځيني خوشي شوي هم دي.

مخکي تردې دبلوچ وائیس فارمیسنګ پرسنز ترسیوري لاندي دکوټي اوکراچۍ په شمول په يوشمېر نورو ښارونوکي هم احتجاج شوی.چي دکوټي احتجاجي کمپ يې تېرماځيګرختم کړ.
XS
SM
MD
LG