د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د بلوڅانو وژنې : ګارډین ورځپاڼنه


د بلوڅ مشکوکه ناپېژندلو پاڅونکو مړي اکثره د وژل کېدو وروسته پر دښتو غورزول کېږي
د بلوڅ مشکوکه ناپېژندلو پاڅونکو مړي اکثره د وژل کېدو وروسته پر دښتو غورزول کېږي
د برېتانیې ګارډین ورځپاڼې په بلوچستان کې د خلکو د وژنو انځور کښلی دی. ورځپاڼه لیکي څو ځلې په اوونۍ کې دوه یا درې مړي میندل کېږي، چې په نا اباده غرونو کې ښخ کړل شوي وي او یا هم د ښارونو پر خالي سرکونو پراته وي، او د ډېر زیات ظلم نښې ورباندې ښکاري. د ورځپاڼې په خبره له مړو لاسونه او پښې پرې کړل شوې وي، پر مخونو یې د پرهارونو نشانونه وي، او پړسېدلي وي. د بدن غوښه یې په چړو غوڅه کړل شوې وي او یا هم د برمو سوري وي په کې. په ځېنو حالونو کې پېژندګلي نه کېږي ځکه چې یا خو ورباندې چونه دوړول شوې وي او یا هم ځناورو یې غوښه ژولې وي.

د ګارډین ورځپاڼې په خبره د مړو دا بدرنګه ننداره د پاکستان په تر ټولو لویې صوبې بلوچستان کې د تېر کال له جولایۍ څخه لیدل کېږي. د بشري حقونو یو شمېر ډلو چې په کې د بښنې نړیواله اداره ایمنسټي انټرنیشنل هم شامله ده، ویلي تر اوسه له سلو زیات مړي تر لاسه شوي دي چې په کې وکیلان، زده کوونکي یا طالبعلمان، د ټیکسي ډرېوران، او کروندګران شامل دي. په دوی کې پر زیاترو تشدد شوی وي. د ورځپاڼې تر مخه د اتوار په ورځ هم درې مړي تر لاسه شوي ول.

ګارډین ورځپاڼه لیکي که چېرې تاسې د دې وژنو په اړه نه وي اورېدلي نو دا دومره حیرانوونکې خبره نه ده ځکه چې زیاتره پاکستانیان هم په دې نه دي خبر. په اخبارونو کې داسې خبرونه یا خو د منځ په پاڼو کې وي او یا هم سره خپرېږي نه.

ورځپاڼه لیکي تر اوسه د دې لپاره پړ یو کس هم نه نیول شوی او نه هم ورباندې مقدمه چلېدلې ده. د ورځپاڼې په خبره دا د پاکستان بدرنګه وړه جګړه ده. پر داسې مهال چې د بهرنیو ټوله توجه پر طالبانو ده په بلوچستان کې یوې بلې وژونکې شخړې سره راپورټه کړی دی. یو پلو ته هغه خلک دي چې له پاکستانه د خپلې آزادۍ لپاره یې اتحاد کړی دی او بل پلو ته قوي پوځ دی چې په پوره یو طرفه توګه د یاغیتوب پر ضد جنګېږي.
XS
SM
MD
LG